Connect with us

تازه خبرونه

په کندهار ولایت کې چاودنې لمونځ کوونکيو ته مرګ و ژوبله اړولې

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د کندهار د میرویس روغتون یوه چارواکي ویلي، چې په کندهار کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د برید له کبله د مړیو شمېر ۳۴ کسانو ته رسېدلی او ځاني زیانونو شمېر ښايي ډېر شي.

چاودنه د جمعې د لمانځه پر مهال د کندهار د لومړۍ ناحیې په امام بارګاه جومات کې رامنځته شوې ده.

یوه شاهد ویلي، چې هغه د جومات د انګړ له دروازې څخه د درې چاودنو غږ واورید.

ویل کیږي، چې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې؛ د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د پېښې د څېړلو لپاره یو ځانګړی پلاوی د پېښې ځای ته استول شوی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه پیغام کې لیکلي، چې اسلامي امارت دغه چاودنه غندي او دا یې ستر جنایت بللی دی.

هغه وایي؛ اسلامي امارت خپلو ځواکونو ته امر کړی، چې عاملین یې ونیسي او عدالت ته یې راکاږي.

دې ته ورته یو برید تېره جمع په کندوز کې د شیعه ګانو پر یوه جومات شوی و، چې د داعش خراسانۍ ډلې یې مسوولیت منلی. په دې برید کې لږ تر لږه ۵۰ لومنځ کوونکي ووژل شول او له ۱۰۰ ډېر نور یې ټپیان کړل، چې ټول ملکي وګړي وه.

تر دې دمه کومې ډلې د نننۍ چاودنې مسوولیت ندی منلی.

تازه خبرونه

د پاکستان ځانګړي استازي له امیر خان متقي سره ولیدل

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مشر ضیا احمد تکل په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې امیر خان متقي د دې غونډې په بهیر کې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د اړیکو په ځانګړي توګه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه، خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

Published

on

(Last Updated On: )

په کابل کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د افغانستان او پاکستان د همغږۍ ګډې کمېټې د پلاوي پر مشرۍ د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي( سرپرست) امیر خان متقي سره ولیدل.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مشر ضیا احمد تکل په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې امیر خان متقي د دې غونډې په بهیر کې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د اړیکو په ځانګړي توګه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه، خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

امیرخان متقي ټینګار کړی، چې دواړه هېوادونه باید خپلې ستونزې د متقابل باور په فضا کې د خبرو اترو له لارې حل کړي او له هر هغه عمل یا څرګندونو څخه ډډه وکړي، چې د خلکو د کرکې لامل کیږي یا د خلکو احساسات راپاروي.

د پاکستان ځانګړي استازي دا هم ویلي، چې افغانستان او پاکستان ژورې اړیکې لري او دا اړینه ده، چې ستونزې وارزول شي، چې څنګه حل شي.

هغه زیاته کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار کابل ته سفر وکړي او هیله من شو، چې دا سفر به د دواړو خواوو لپاره مثبتې پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالی  پاکستان ته ولاړ

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت نن( چارشنبه) ویلي، چې د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، ټرانزیټي او ټرانسپورټي خنډونو لرې کول او په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو  پر اړوند ننګونو بحث دی.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالی(سرپرست) نورالدین عزیزي د یو لوړ پوړي پلاوي پر مشرۍ پاکستان ته ولاړ.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت نن( چارشنبه) ویلي، چې د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، ټرانزیټي او ټرانسپورټي خنډونو لرې کول او په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو  پر اړوند ننګونو بحث دی.

پویل کیږي ، چې د نوموړي پر مشرۍ پلاوی به ن د افغان کډوالو او سوداګرو له یو شمېر استازو سره د سفارت پر کوربتوب وګوري.

Continue Reading

تازه خبرونه

 پاکستان ممکن د داعش د نفوذ لپاره افغانستان ته د مهاجرو له شړلو کار واخلي – خلیلزاد

زلمي خلیلزاد نن (چارشنبه) په ایکس پاڼه کې ولیکل: “باخبره افرادو راته ويلي؛ دوی له دې اندېښمن دي، چې پاکستان ممکن د افغان کډوالو د جبري ایستلو تر چتر لاندې داعش ترهګر افغانستان ته ولیږدوي. “زه هم دا اندېښنه لرم.”

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د دې احتمال په اړه اندېښنه څرګنده کړې، چې پاکستان به د کډوالو د ایستلو پر پلمه د داعش جنګیالي افغانستان ته واړوي.

زلمي خلیلزاد نن (چارشنبه) په ایکس پاڼه کې ولیکل: “باخبره افرادو راته ويلي؛ دوی له دې اندېښمن دي، چې پاکستان ممکن د افغان کډوالو د جبري ایستلو تر چتر لاندې داعش ترهګر افغانستان ته ولیږدوي. “زه هم دا اندېښنه لرم.”

خلیلزاد پدې اړه نور څه ندي ویلي او دا یې هم روښانه کړې نده، چې له “باخبره افرادو” څخه یې مطلب څوک دی.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت له ډېرې مودې راپدېخوا له داعش سره مبارزه کوي او پخوا یې پاکستان له دې ډلې پر ملاتړ تورن کړی و.

د روان کال د جنورۍ په میاشت کې اسلامي امارت څرګنده کړې وه، چې د داعش ډله د پاکستان په خاوره کې روزنیز مرکزونه لري.

د خلیلزاد وروستۍ څرګندونې په داسې حال کې رابورته شوې، چې پاکستان د سلګونو زره افغان کډوالو د ایستلو لپاره د دوه‌یم پړاو هڅې ګړندۍ کړې دي.

پاکستان د ۲۰۲۳ ز.کال په اوکټوبر کې د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ؛ خو په ډسمبر کې یې د نوي برېکړې له مخې د اپریل پر لومړۍ د جبري ایستلو بهیر چتک کړ.

د یادونې ده، چې یوازې د روانې میاشتې په لومړیو دوه اوونیو کې له ۴۵ زره څخه ډېر افغانان هېواد ته جبري راستانه شوي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!