تازه خبرونه
په کندهار او هلمند ولايتونو کې پر کولرا د اخته ناروغانو شمېر ۳۰۰ کسانو ته رسېدلی

په کندهار او هلمند ولايتونو کې پر کولرا اخته ۳۰۰ ناروغان سیمه ییزو روغتونو ته استول شوي دي.
که څه هم د دې نارو غۍ له امله د مړوشوي کسانو په اړه تر اوسه رسمي سر چینو څه ندي و یلي؛ خو د هلمند د باغران ولسوالۍ او سيدونکي وايي، چې تر دې مهاله نږ دې شل کسانو ترې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د لوي اختر له رارسېدو سره د هلمند په بغران او د کندهار شاه وليکوټ ولسوالیو کې يو شمېر کسان، چې ښځې او ماشومان هم په کې شته؛ د نس ناستې پر ناروغۍ اخته شوي دي.
د کندهار د ميرويس حوزوي روغتون د علمي شورا مشر داکتر سورګل نوزادی وایي: تر دې د مه د دوی روغتون ته يو سل و اتيا ناروغان رالېږدول شوي، چې څه نا څه اویا ناروغان ترې د شاه ولیکوټ له ولسوالۍ رالېږدول شوي دي. تر دې دمه پوره روښانه نده علت یې په توده هوا کې د ډېرې غوښو خوړل دي او که کولرا ده.
د کندهار د عامې روغتيا رياست د څرګندونو له مخې؛ د سيمې د لرې والي له کبله د دغې ناروغۍ له کبله د مړو کره شمېر تر دې مهاله ندی څرګند شوی.
د هلمند د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي؛ د دې ولايټ د لرې پرتې غرنۍ سيمې بغران څخه کلينيکونو ته ۱۲۰ ناروغان ورلېږدول شوي دي.
د دې سيمې او سيدونکیو د تيليفون پر کرښه له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې تر دې د مه د ناروغۍ له کبله له ۲۰ ډېرو وګړیو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له ۱۲۰ ډېر نور پرې اخته دي.
د کندهار د شاه وليکوټ ولسوالۍ اوسيدونکي دوست محمد، چې خپل ناروغان يي ميرويس روغتون ته رالېږدولی وايي، د دوی په سيمو کې د دې ناروغۍ د رامنځته کېدو اصلي علت د پاکو اوبو نشتون دي.
د شاه وليکوټ اوسيدونکی قاري عبدالله ویلي؛ غوښتنه مو دا ده، چې له زمونږ سره دولت يا نور څوک کمک وکړي یا نړیوال، چې پاکې اوبه راته برابره کړي.
د يادونې وړ ده، چې دوه مياشتې مخکې په زابل ولايت کې هم په ورته ډول ناروغې کې هم يو شمېر ځايي اوسيدونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.