سوداگري
په کندهارکې ډېر ژر به د سيمنتو د توليد يوه فابريکه جوړه شي

د کانونو او پترولیم وزیر، چې په کندهار کې يي د خپل اړوند رياست له کارمندانو سره ليدنه درلوده ويلي؛ ډېر ژر به په کندهار کې د سيمنتو د توليد يوه فابريکه فعاله او ۵ زره کسانو ته د کار زمينه برابره شي.
په دې وروستيو کې د جنوب لويديخې حوزې اړوند ولايتونوته د اسلامي امارت د کابينې دغړیو سفرونه ډېر شوي، چې په دې لړ کې د کانونو او پتروليم وزير شهاب الدين دلاور کندهار ولايت ته د سفر پر مهال د دې ولايت د کانونو او پتروليم رياست له کارکوونکیو سره وکتل.
نوموړي ویلي: مونږ د سمنتو فابریکې په اړه یو تړون لاسلیک کړ. دغه فابریکه به په شوراندام کې جوړه شي او تر ۱۰۰ میلیون دالرو پورې پانګونه به پرې وشي او زمونږ ۵ زره ځوانانو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
د دلاور د څرګندونو له مخې؛ د دې فابريکې ورځنی ټوليد به ۳۶۰۰ ټنه وي. نوموړي په هرات ولايت او جبل السراج کې هم د ورته فابريکو د جوړېدو خبره هم وکړه او زياته يي کړه، چې ډېر ژر به مونږ د سيمتو له پلوه پر ځان بسيا شو .
نوموړي په دې ليدنه کې ويلي؛ د اسلامي امارت له راتګ سره د هېواد په ټولو ولايتونو کې شته کانونه د زوراکو، غير قانوني استخراج او غلاوو څخه خلاص او د دولت په حاکميت کې راغلل او ټول به د رڼو تړونونو له لارې د هېوادوالو د هوساینې لپاره کارول کيږي .
د کانونو او پتروليم وزیر شهاب الدين دلاور وايي؛ دا مهال د هېواد ټول کانونه د دولت تر واک او څارنې لاندې دي او د هرډول غلا، غير قانوني کېندنو او زورواکو لاسونه ترې لنډ شوي دي.
نوموړي همداراز د بي بي ګوهر د سربو د لوی کان يادونه هم وکړه او وایي، چې د دې کان د استخراج تړون لاسليک شوی، چې په پیسو به یې د کندهار، روزګان لويه لار پخه او اساسي ورغول شي .
د کانونو او پتروليم سرپرست وزير ډاډ وړاندې کړ، چې د هېواد ټول کانونه به د شفافو قرادادونو له لارې استخراج او دعوايدو څخه به يې د هېواد په بيا رغونه کې کار اخستل کيږي.