سوداگري
په کندهارکې ډېر ژر به د سيمنتو د توليد يوه فابريکه جوړه شي

د کانونو او پترولیم وزیر، چې په کندهار کې يي د خپل اړوند رياست له کارمندانو سره ليدنه درلوده ويلي؛ ډېر ژر به په کندهار کې د سيمنتو د توليد يوه فابريکه فعاله او ۵ زره کسانو ته د کار زمينه برابره شي.
په دې وروستيو کې د جنوب لويديخې حوزې اړوند ولايتونوته د اسلامي امارت د کابينې دغړیو سفرونه ډېر شوي، چې په دې لړ کې د کانونو او پتروليم وزير شهاب الدين دلاور کندهار ولايت ته د سفر پر مهال د دې ولايت د کانونو او پتروليم رياست له کارکوونکیو سره وکتل.
نوموړي ویلي: مونږ د سمنتو فابریکې په اړه یو تړون لاسلیک کړ. دغه فابریکه به په شوراندام کې جوړه شي او تر ۱۰۰ میلیون دالرو پورې پانګونه به پرې وشي او زمونږ ۵ زره ځوانانو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
د دلاور د څرګندونو له مخې؛ د دې فابريکې ورځنی ټوليد به ۳۶۰۰ ټنه وي. نوموړي په هرات ولايت او جبل السراج کې هم د ورته فابريکو د جوړېدو خبره هم وکړه او زياته يي کړه، چې ډېر ژر به مونږ د سيمتو له پلوه پر ځان بسيا شو .
نوموړي په دې ليدنه کې ويلي؛ د اسلامي امارت له راتګ سره د هېواد په ټولو ولايتونو کې شته کانونه د زوراکو، غير قانوني استخراج او غلاوو څخه خلاص او د دولت په حاکميت کې راغلل او ټول به د رڼو تړونونو له لارې د هېوادوالو د هوساینې لپاره کارول کيږي .
د کانونو او پتروليم وزیر شهاب الدين دلاور وايي؛ دا مهال د هېواد ټول کانونه د دولت تر واک او څارنې لاندې دي او د هرډول غلا، غير قانوني کېندنو او زورواکو لاسونه ترې لنډ شوي دي.
نوموړي همداراز د بي بي ګوهر د سربو د لوی کان يادونه هم وکړه او وایي، چې د دې کان د استخراج تړون لاسليک شوی، چې په پیسو به یې د کندهار، روزګان لويه لار پخه او اساسي ورغول شي .
د کانونو او پتروليم سرپرست وزير ډاډ وړاندې کړ، چې د هېواد ټول کانونه به د شفافو قرادادونو له لارې استخراج او دعوايدو څخه به يې د هېواد په بيا رغونه کې کار اخستل کيږي.
سوداگري
افغانستان د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ له لارې اروپا ته صادراتي توکي ولېږدول
د یاد دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ په هرات کې د ایران سرکونسل او د هرات والي په شتون کې اروپا ته د افغانستان د صادراتو لومړنۍ جوپه ولېږدول شو، چې ورسره د افغانستان، ایران او اروپا ریلي دهلیز پرانستل شو.

د هرات والي د رسنیو دفتر د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ له لارې اروپا ته د افغانستان صادراتي توکي ولېږدول شول.
د یاد دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ په هرات کې د ایران سرکونسل او د هرات والي په شتون کې اروپا ته د افغانستان د صادراتو لومړنۍ جوپه ولېږدول شو، چې ورسره د افغانستان، ایران او اروپا ریلي دهلیز پرانستل شو.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ په دې جوبه کې د ۱.۲ میلیون ډالرو پر ارزښت ۲۰۰ ټنه پسته، ممیز، بادام او جلغوزي شته، چې د دې ولایت د والي اسلام جار او د ایران د سر قونسل په شتون کې د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ له لارې ترکیې او اروپا ته صادرې شوې.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې په تېرو درې میاشتو کې له ۳۵ زره ټنو ډېر توکي د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ له لارې لېږدول شوي دي.
په افغانستان کې د ایران سفارت هم نن (پنجشنبه د وري اوومه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د افغانستان لومړنی صادراتي بار د افغانستان-ایران د اورګاډي دهلیز له لارې ترکیې او اروپا ته روان شوی دی.
ویل کیږي، چې د ایران پر ملاتړ د دې دهلېز فعالول به د افغانستان اقتصاد ته وده او پراختیا ورکړي.
تازه خبرونه
د څه باندې شل میلیارډ افغانيو پر ارزښت د برښنا ۱۰ پروژې لاسليک شوې
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په دې مراسمو کې له یادو قراردادي شرکتونو څخه غوښتنه کړې، چې د دې پروژو چارې منظمې ترسره کړي.

نن( پنجشنبه د وري پر اوومه) د هېواد د رسنیو په مرکز کې د شل میلیارډ افغانیو پر ارزښت د دوه سوه اتهویشت میګاواټه برښنا د تولید تړونونه لاسلیک شول.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په دې مراسمو کې له یادو قراردادي شرکتونو څخه غوښتنه کړې، چې د دې پروژو چارې منظمې ترسره کړي.
د برښنا شرکت مسوولینو ويلي، چې له دې سره به د افغانستان برښنا تولیدي کچه لوړه او همدارنګه سلګونه کسانو ته کاري زمینه برابره شي.
په دې قردادونو کې د برښنا تولید په بېلا بېلو ولایتونو کې ترسره کیږي.
نوموړي زياته کړې؛ دا پروژې، چې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک شوي؛ په کې د ۲۲۸.۴۵ مېګاواټه بادي، حرارتي (ګازي) او لمریزې برښنا تولید لپاره د سب سټېشنونو جوړول او مزو غځول شامل دي.
د برښنا شرکت مسوولینو ویلي؛ دا پروژې په لاندې ډول دي:
۱- د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالي کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برښنا تولید
۲- په هرات ولایت کې د ۵ مېګاواټه لمریزې برښنا تولید
۳- په لغمان ولایت کې د ۱۰ مېګاواټه لمرېزې برښنا تولید
۴- په هرات ولایت کې د ۴۲ مېګاواټه بادي برښنا تولید
۵- د لوګر ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د سب سټېشن جوړول
۶- د ننګرهار په شیخ مصري کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برښنا تولید
۷- د جوزجان ولایت په شبرغان کې د ۵۰ مېګاواټه حرارتي (ګازي) برښنا تولید
۸- د لوګر ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برښنا تولید
۹- له زابل څخه تر کندهار پورې د غځېدونکې پروژې د پاتې چارو بشپړول او په سب سټېشنونو کې یې د SVC سسټمونو نصبول
۱۰- له کجکي څخه تر کندهار پورې د ۱۱۰ کیلو ولټ برښنامزې د غځولو پاتې چارې بشپړول.
د اقتصاد وزارت چارسمبالي( سرپرست) دین محمد حنیف د څرګندونو له مخې؛ افغانستان باید د برښنا د تولید په برخو کې پانګونه ډېره کړي، چې پر ځانبسیاینې ته ورسیږي.
افغانستان هرکال میلیونونه افغانۍ بهرنيو هېوادونو ته د برښنا لګښت ورکوي .
د یادونې ده، چې بیاتپاور شرکت لومړنی افغان شرکت دی، چې له ګاز څخه برښنا تولیدوي او په تېرو پېنځه کلونو کې یې د یو میلیارډ کیلو ولټ ساعت برښنا تولید کړې او د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوی دی.
سوداگري
افغانستان ته د روسیې د مایع ګازو صادرات زیات شول
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ په تېرو دوه میاشتو کې افغانستان ته د روسیې د مایع ګازو صادرات ۵۲ سلنه زیات شوي، چې ۷۱ زره ټنو ته رسېدلي دي.

له هغې وروسته، چې اروپايي ټولنې د روسیې پر مایع ګاز بندیزونه ولګول؛ افغانستان او منځنۍ آسیا ته د دې ګاز صادرات زیات شوي دي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ په تېرو دوه میاشتو کې افغانستان ته د روسیې د مایع ګازو صادرات ۵۲ سلنه زیات شوي، چې ۷۱ زره ټنو ته رسېدلي دي.
رویټرز خبري آژانس د سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې تېر کال د روسیې د مایع ګاز په اړه د اروپایي اتحادیې بندیزونه افغانستان ته د دې محصول په صادراتو کې زیاتوالی راوست.
د دې راپور له مخې؛ دا بندیزونه تېر کال د پولینډ لخوا، چې د روسیې د مایع ګاز یو له لویو واردونکو څخه دی وړاندیز شوي وه او په دسمبر کې پلي شول.
په مایع ګاز کې پروپان او بوټان شته دي، چې په ټولیزه توګه د موټرو د سونګ توکو په توګه، د تودولو لپاره او د نورو پټروشیمي محصولاتو په تولید کې کارول کیږي.
د صنعتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د روسیې له فابریکو څخه د اوسپنې پټلۍ له لارې د مایع ګاز (LPG) د عرضې په ګډون له قزاقستان سره د کازروسګاز ګډه پروژه د روان کال په جنورۍ او فبرورۍ کې د تېر کال د ورته وخت پر پرتله ۸۰ سلنه زیاته شوې، چې ۱۴۰ میټریک ټنو ته رسېدلې ده.
افغانستان ته د دې ګازو صادرات، چې په سیمه کې د روسیې د مایع ګازو ترټولو لوی مصرف کوونکی دی، په دې موده کې ۵۲ سلنه زیات شوي، چې ۷۱ مټریک ټنو ته رسېدلي دي.
سوداګر تمه لري، چې افغانستان ته د مایع ګازو صادرات نور هم زیات شي.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د مایع ګازو کلنۍ تقاضا شاوخوا ۷۰۰ زره میټریک ټنه اټکل شوې ده.
-
تازه خبرونه3 days ago
اروپايي ټولنې له خپلو وګړو د خوراکي توکو زیرمه کول وغوښتل
-
تازه خبرونه5 days ago
د بیات بنیاد د خوراکي توکو د وېش لړۍ غزني ولایت ته ورسېده
-
سوداگري3 days ago
افغانستان د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ له لارې اروپا ته صادراتي توکي ولېږدول
-
تازه خبرونه4 days ago
افغانستان له آمو سیند څخه خپله برخه اوبه ترلاسه کوي – ازبکستان
-
سوداگري3 days ago
افغانستان ته د روسیې د مایع ګازو صادرات زیات شول
-
سوداگري5 days ago
عزیزي او ژاو شینګ چین ته د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي په اړه بحث وکړ
-
تازه خبرونه3 days ago
د اسلامي امارت رهبر د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت افغانانو ته مبارکي وړاندې کړه
-
څار4 days ago
څار: د تورې بحیرې په اړه د اوکراین او روسیې تړون