تازه خبرونه
په کاپیسا کې د باغدرې برښنا بند د جوړولو چارې پیل شوې
د روانې میاشتې پر نهمه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ اقتصادي کمیسیون پرېکړه وکړه، چې ډېر ژر به د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د برښنا بندونو د جوړلو مطالعاتي پروژې پیل شي.
د کاپیسا د باغدرې برښنا بند د جوړولو چارې تېره ورځ د چینایي ام سي سي شرکت د قرارداد پر بنسټ د کابو ۵۶۲ میلیون ډالرو پر ارزښت پیل شوې.
د باختر خبري سرچینې د راپور له مخې؛ دا بند د ۲۴۰ مېګاواټه برښنا د تولید وړتیا لري او د کاپیسا په ګډون د ۵ ولایتونو خلک به يې له برښنا برخمن شي.
د ام سي سي جي سي ال کمپنۍ د اوبو او انرژۍ له وزارت سره د ۱۴۰۳ لمریز لېږدیز کال د لیندۍ د یوولسمې د تړون له مخې ټاکل شوې، چې په راتلونکو شپږ میاشتو کې به د باغدرې برښنا بند د جیوفزیک او جیو تخنیک لابراتواري څېړنې ترسره شي.
د روانې میاشتې پر نهمه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ اقتصادي کمیسیون پرېکړه وکړه، چې ډېر ژر به د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د برښنا بندونو د جوړلو مطالعاتي پروژې پیل شي.
د اقتصادي کمیسیون د پرېکړې له مخې په روان ۱۴۰۴ مالي کال کې به دغه مطالعاتي پروژې د دغو بندونو سروې او د امکان سنجۍ چارې ترسره کړي.
دغه بند د کاپیسا ولایت په مرکز کې موقعیت لري.
ویل کیږي، چې د دې بند چارې به په ۳ پړاوونو کې اته کاله وخت ونیسي.