تازه خبرونه
په کاپيسا کې دوه تنه د ۵ کسانو د وژلو پر تور ونيول شول

(Last Updated On: )
په کابل کې چارواکو منلې، چې په کاپیسا ولایت کې د یوه پخواني قومندان حبیب افغان د خپلوانو پر یوه موټر د ناڅرګندو وسلوالو په ډزو کې دوه پوځيان او درې نور ملکي وګړي وژل شوي دي.
د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ټویټ کړی: وړمه شپه د کاپیسا حصه دو ولسوالۍ جمال آغه سیمه کې د پخواني قومندان(حبیب افغان)د خپلوانو پر یو موټر د نامعلومه کسانو له لوري برید شوی؛ د یاد قومندان ۳ خپلوان او ۲ مجاهدین شهیدان شوي دي.
مجاهد زیاته کړې، چې د پېښې په تړاو دوه کسان نيول شوي او پلټنې ترې روانې دي.
نوموړي دا ډول کړنې د دښمنانو کار نومولی، چې غواړي د خلکو امنیت زيانمنه کړي.
تر اوسه د برید پړه چا پر غاړه نده اخیستې.