تازه خبرونه
په کانګرس کې یو شمېر ډیموکراټانو امریکا ته د کډوالو د لېږد د بیا پیل غوښتنه وکړه
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې دندې پر لومړۍ ورځ یو اجرائیوي فرمان صادر کړ او د کډوالو داخلې پروګرام او بهرنۍ مرستې یې وځنډولې. د دې پروګرام له ځنډولو سره په زرګونه هغه افغانانو، چې په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو سره کار کاوه؛ د پاکستان او البانیا په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې د خپلو دوسیو د پروسس کېدو ته سترګې پر لار او منزوي پاتې شوي دي.

د امریکا په کانګرس کې یو شمېر مخکښو ډیموکراټانو د دغه هېواد د بهرنیو چارو نوي وزیر مارکو روبیو ته یو لیک ولیکه او له واشنګټن څخه یې وغوښتل، چې د افغان کډوالو د امریکا ته د لېږدولو پروګرام بیا پیل کړي او په دې هېواد کې یې د افغان کډوالو لپاره د دوامداره خدماتو غوښتنه وکړه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې دندې پر لومړۍ ورځ یو اجرائیوي فرمان صادر کړ او د کډوالو داخلې پروګرام او بهرنۍ مرستې یې وځنډولې. د دې پروګرام له ځنډولو سره په زرګونه هغه افغانانو، چې په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو سره کار کاوه؛ د پاکستان او البانیا په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې د خپلو دوسیو د پروسس کېدو ته سترګې پر لار او منزوي پاتې شوي دي.
سربېره پردې دولتي خدمات لکه مالي او خوراکي مرستې هغو افغانانو ته، چې امریکا ته لیږدول شوي هم د دې حکم له کبله اغېزمن دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د کډوالو د بیا میشتېدنې ټولنو ته امر کړی، چې خپل پروګرامونه ودروي او د دې بنسټونو لپاره فډرالي تمویل وځنډول شو.
د ټرمپ حکومت باور لري، چې دا پروګرامونه به په امریکا کې د غیرقانوني کډوالو په ساتلو کې مرسته وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ نن د کډوالۍ د جبري ایستلو قانون لاسلیک کړ او په مراسمو کې یې ویلي، چې هغه له هېواد څخه د غیرقانوني کډوالو د ایستلو په اړه ډېر جدي دی.
د ولسي جرګې او سنا قضایي کمیټو ډیموکراټ غړو د چارشنبې پر ورځ د سنا له خپل پخواني همکار مارکو روبیو څخه وغوښتل، چې د افغان کډوالو لپاره د هرکلي او بیا میشتېدنې خدماتو د ځنډولو لپاره له خپل نفوذ څخه کار واخلي. دغو استازو استدلال وکړ، چې دا خدمات به له کډوالو سره د ژوند په ښه کولو کې مرسته وکړي.
سربېره پردې دوی ویلي، چې له وړ کډوالو سره دا ډول مرسته د بهرنیو مرستو په کټګورۍ کې نه راځي ؛ ځکه، چې دا د امریکا دننه خلکو ته ورکول کیږي؛ نه له هېواد څخه بهر.
دوی همدارنګه هغو ۳۲ زره افغان کډوالو ته نغوته( اشاره) وکړه، چې په ۲۰۲۵ کال کې به د کډوالو د داخلې پروګرام له لارې متحده ایالاتو ته ولیږدول شي، چې بیا به هم د دولتي مرستو مستحق وي.
ډیموکراټ قانون جوړونکو ویلي: “د ځنډولو امر له هغو قانوني مکلفیتونو څخه سرغړونه ده، چې د بهرنیو چارو وزارت له امریکا میشتو بنسټونو سره د خپلو قراردادونو له مخې کړي دي.”
دوی اندېښنه څرګنده کړې، چې د حکومتي مرستو بندیدل به “افغان کډوال د بې کوره کېدو او د خوړو د خوندیتوب له کمښت سره مخ کړي.”
د ټرمپ ادارې ټول فډرالي پورونه او مرستې کورنیو ادارو ته د مهاجرینو د بیا میشتیدنې د بنسټونو په ګډون تر بیاکتنې لاندې راوستي دي.
د امریکا حکومت دا هم ویلي؛ هغه افغان کډوال، چې په افغانستان کې د امریکا د حکومت پخواني همکاران ول؛ په سمه توګه ندي ارزول شوي. له همدې کبله، واشنګټن د دوی د لېږد پلان “لنډمهاله” وځنډاوه.
په یوه مرکه کې د ټرمپ مرستیال د نصیر احمد توحیدي قضیې ته نغوته(اشاره) وکړه، چې په اوکلاهوما ښار کې د ترهګریز برید د پلان جوړولو پر تور ونیول شو.
جي ډي وینس ویلي، چې هغه له امنیتي پلټنې سره – سره وکولی شول، چې امریکا ته دننه شي.