تازه خبرونه

په کانکور ازموینه کې د ګډون لپاره د هلمند ولایت یو ۵۶ کلن خپل نوم ثبت کړ

د هلمند پوهنتون اداري مرستیال سمیع الله سعید آریانانیوز ته ویلي؛ په سږنۍ کال د کانکور ازموینې ترټولو ډیر عمر لرونکي ګډوال به همدا سیدولي اکا وي.

Published

on

(Last Updated On: )

د ازموینې ملي ادارې ویلي؛ په هلمند ولایت کې سیدولي نومی، چې د بست کلا د سیمې اوسېدونکی دی تازه له ښونځي فارغ شوی او د لوړو زده‌کړو لپاره یې کانکور ازموینې ته خپل نوم ثبت کړ.

د هلمند پوهنتون اداري مرستیال سمیع الله سعید آریانانیوز ته ویلي؛ په سږنۍ کال د کانکور ازموینې ترټولو ډیر عمر لرونکي ګډوال به همدا سیدولي اکا وي.

نوموړی په ۵۶ کلنۍ کې د شپې ښوونځي څخه فارغ شوی او وایي خوښ یم، چې اوس راته د لوړو زده‌کړو زمینه برابره شوې او غواړم خپلې زده‌کړې بشپړې کړم.

د دې ادارې رییس عبدالباقي حقاني ويلي، چې د کانکور ازموینه په شفاف ډول اخیستل کېږي او هڅه کوي، چې پوهنتونونو ته نور ډېر فارغان جذب کړي.

د کانکور په سږنۍ ازموینه کې د کابل له مرکز او ولسواليو څخه د دولسمو ټولګيو ١٥زره فارغانو برخه اخيستې وه؛ خو نجونو په ګډون نه درلود.

په کابل کې د کانکور ازموینې یو شمېر ګډونوال له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي، چې د نجونو لپاره هم د زده‌کړو او تعلیم زمینه برابره کړي.

له دې وړاندې د ازموینو ملي کمېټې اعلان کړی و، چې د ۱۴۰۳ ملي کانکور ازموینه په پېنځه پړاوونو کې اخیستل کېږي.

په کابل کې له دوه یم پړاو وروسته درېیم پړاو د سرطان پر اوومه او اتمه، څلورم پړاو یې د همدې میاشتې پر څوارلسمه او د ازموینې وروستی پړاو متفرقه ازموینه ده، چې له داوطلبانو څخه اخیستل کېږي.

Trending

Exit mobile version