تازه خبرونه
په کابل کې چاودنې ۱۱ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: )
د کابل پولیسو تائید کړې، چې د دوشنبې پر سهار د کابل د ۷ ناحیه په اړوند سیمه کې چاودنې لږ تر لږه یو ملکي وګړی وژلی او ۱۰ نور ټپیان دي.
د کابل امنيه قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ ويلي؛ نن سهار شاوخوا يوولس بجې يوه ځانمرګي بريدګر هڅه وکړه، چې د دارالامان پر سړک د روسيې سفارت ته څېرمه ځان ته چاودنه ورکړي.
ځدراڼ وويل: ځانمرګی بريدګر موخې ته له رسېدو مخکې د امنيتي ځواکونو له خوا وپېژندل شو، چې له کبله يې چاودنه رامنځته شوه.
د خالد ځدراڼ د څرګندونو له مخې، په دې چاودنه کې يو ملکي وګړى وژل شوى او لس نور ټپيان دي.
امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړې او هر اړخيزې پلټنې روانې دي.
تر اوسه کومې ډلې د برید پړه پر غاړه نده اخیستې.