سوداگري

په کابل کې هېواد زمونږ، تولیدات زمونږ تر سرلیک لاندې درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

Published

on

(Last Updated On: )

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال د هېواد د کورنیو تولیداتو په نندارتون کې څرګنده کړې، چې اسلامي امارت له کورنیو تولیداتو او نویو صنایعو ملاتړ کوي.

په دغه نندارتون کې څه باندې دوه سوه شرکتونو خپل توليدات نندارې ته وړاندې کړي دي.

د اقتصاد وزارت مرستیال ويلي، اسلامي امارت د کورنیو تولیداتو ملاتړ کوي، خو بندیزونو او د افغانستان د ملي پانګې کنګل کیدو د لویو اقتصادي پروژو د پیل مخه نیولې ده.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري زیاته کړې؛ د افغانستان په ملي پانګه د بندیزونو، محدودیتونو او کنګل کیدو له کبله اسلامي امارت د سترو پروژو او صنعت په پیلولو کې له ستونزو سره مخ دی.

نظري وایي، چې د کرنیز نظام میکانیزه کول او د کلیوالي اقتصاد پیاوړي کول د اسلامي امارت د اقتصادي محور له لومړیتوبونو څخه دي.

د عبداللطیف نظري د څرګندونو له مخې؛ دغه وزارت یوه اقتصادي پالیسي جوړه کړې، چې له مخې یې د خصوصي سکتور څخه ملاتړ کیږي، نیمګړې پروژې بیا پیلیږي او کورني تولیدات بنسټیزه کیږي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند هم وايي، چې د دولت له لوري د پانګوالو ملاتړ تر بل هر وخت ډېر شوی دی.

د افغان میرمنو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رييسه ممتاز یوسفي ويلي، چې ښځې د صنایعو په وده کې مهمه ونډه لري، چې باید له خپلو حقونو برخمنه شي.

د دغه نندارتون یو شمېر ګډونوالو ويلي، له دوی سره د تولیداتو د معرفي کولو یوازنی ارتباطي پل همدا نندارتونونه دي.

ټاکل شوې، چې دغه نندارتون درې ورځې روان وساتل شي. له دې مخکې په کابل نندارې کې يو بل ستر ملي او نړيوال نندارتون جوړ شوی و، چې اووه ورځې خلکو ته پرانیستی و.

Trending

Exit mobile version