تازه خبرونه
په کابل کې مې وروستۍ لوبه د ګواښ له کبله بایللې – باربوسا

یو شمېر معتبرو بهرنیو رسنیو ادعا کړې؛ په کابل کې د آزادو مبارزو وروستۍ لوبه، چې د فبرورۍ پر یوولسمه د افغانستان د آزادو مبارزو ورزشکار احمد ولي هوتک او لیونارډو باربوسا ترمنځ ترسره شوه؛ باربوسا د ټوپک په وسیله ګواښل شوی و.
په دې وروستیو کې د ایم ایم ای یا آزادو مبارزو پوښښ ورکوونکیو رسنیو د لیونارډو باربوسا د څرګندونو له مخې ویلي، چې په کابل کې برازیلي ورزشکار لیونارډو باربوسا دغه لوبه د ټوپک تر ګواښ لاندې تر سره کړې.
همدارنګه دغه برازیلي مبارز په یوه ویډیو کې څرګنده کړې، چې د لوبې په ترڅ کې یو نندارچې د ده په وینا رواني حالت یې نورمال نه و، ده ته ټوپک ښودلی، چې په دې کې خپله هوتک ګرم ندی.
دغه خبر د باربوسا په هغه فیسبوک پاڼه کې هم خپور شوی و، چې اوس د لاسرسي وړ ندی.
له دې وروسته باربوسا د ټي جي ایف سي سازمان ته په لېږلې ویډیو کې ویلي، چې، دغه نندارچي لیونی و او په دې کې هوتک ګرم ندی.
برازیلي مبارز لیونارډو باربوسا وایي: په دې پېښه کې زما سیال هوتک ګرم ندی. هغه مینه وال یې لیونی و. پوهېږم، چې افغانان له دغه ډول چلند سره همغږي ندي. له همدې کبله باید لوبه بیا وکړو.
په ورته وخت کې د افغانستان د آزادو سیالیو اتل احمد ولي هوتک بیا دغه څرګندونې بې بنسټه او د ګونګوسي تر بریده ادعا بولي او وايي، لوبه یې له برازیلي سیاله ګټلې ده.
د ټي جي ایف سي ټولنې مشر واسع شریفي دغې ادعا ته په غبرګون کې ویلي، چې رسنیو بې بنسټه دغه خبر خپور کړی. په پام کې ده، چې دا لوبه یو ځل بیا؛ خو دا ځل د متحده عربي اماراتو په دوبی ښار کې تر سره شي.
افغان ورزشکار احمد ولي هوتک او برازیلي لیونارډو باربوسا د روانې میلادي میاشتې پر یوولسمه په کابل کې د ټي جي ایف سي ټولنې د درېیم پړاو لوبې په دوه یم راونډ کې باربوسا د هوتک پر وړاندې ماتې ومنله او د یوې فني ضربې په ترڅ کې تسلیم شو.