تازه خبرونه

په کابل کې ماین چاودنې یو حکومتي ویاند وژلی

Published

on

(Last Updated On: )

پولیسو منلې، چې په کابل ښار کې له سهارنۍ بمي چاودنې د عامه ساتنې ځواکونو ریاست د یو ویاند په ګډون لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي.

د پولیسو د څرګندونو له مخې؛  نن سهار د اتمې امنیتي حوزې د نوې کارتې په اړوند سیمه کې د نښلیدونکي ماین په چاودنه کې د عامه ساتنې عمومي ریاست مطبوعاتي سکرتر ضیا ودان، یو ساتونکی او د هغه موټر چلوونکی وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین منلې، چې یو بل تن هم ټپي شوی دی. مخکې یوې امنیتي سرچینې تائید کړې وه، چې د چاودنې موخه ضیا ودان و.

تر دې دمه هیچا د برید پړه نده منلې.

د کورنیو چارو وزارت د شنبې پر ورځ ویلي وه، چې د بریدونو د مخنیوي لپاره جدي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

حکومت اوږ اړوند مسوولین د دغو چاودنو پړه پر وسلوالو طالبانو وراچوي؛ خو طالبانو په موخه ییزو بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسي جرګې یو شمېر غړیو د شنبې پر ورځ پر حکومت د خلکو د امنیت په تامینولو کې د پاتې راتلو پړه واچوله او پر حکومت یې د ګټور امنیتي پلان د نه جوړولو تور پورې کړ.

Trending

Exit mobile version