تازه خبرونه
په کابل کې له ۱۰۰۰ اړمنو کورنيو سره مرسته وشوه

په کابل کې د چارشنبې پر ورځ د سلواغې ۶ د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت لخوا پر ۱۰۰۰ کورنیو خوراکي توکي او ګرمې جامې ووېشل شوې.
د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغه مرسته کې اوړه، وريجې، بړستنې او ژمنۍ جامې شته، چې مخکې د چین او پاکستان د الخدمت موسسې لخوا تر سره شوي او په کابل د کډوالو چارو ریاست اړمنو کسانو ته ووېشلې.
د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلا خروټي د مرستو د وېش پر مهال ویلي: دا ځل مرستې د بېوزلو او بې ځایه شویو ښځو په موخه شوې دي.
هغه له ټولو مرسته کوونکیو هېوادونو او خیریه موسسو مننه وکړه او له هغوی یې وغوښتل، چې د افغانستان د خلکو لپاره نورې زیاتې مرستې وکړي.
د دغه وزارت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ هڅه کیږي، چې دغه مرستې په کابل او نورو ولایتونو کې پر اړمنو کسانو ووېشل شي.
د وزارت چارواکو له وکیلانو او سیمه ییزو مشرانو وغوښتل، چې له کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت سره د اړو کورنیو په پېژندلو کې همکاري وکړي.
د کډوالو چارو وزارت چارسمبالي ويلي، چې د دې وزارت په بېلابېلو څانګو کې لسګونه زره نورې اړمنې کورنۍ د بشري مرستو د ترلاسه کولو په موخه په تمه دي او دغه وزارت هڅه کوي، چې ټولو اړمنو کسانو ته مرستې ورسوي.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان استازو په اسلام آباد کې پر سوداګرۍ خبرې وکړې
په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت ویلي؛ د دواړو خواوو ترمنځ به بېلابېلې تخنیکي غونډې ترسره شي، چې د شته ننګونو په اړه بشپړ بحث وشي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې لپاره مناسبې حل لارې ولټول شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي(سرپرست) نورالدین عزیزي له خپل پاکستاني سیال سره وکتل او دواړو خواوو د سوداګرۍ، ټرانزیټي همکارۍ، شته ننګونو، ممکنه حل لارو او د دواړو هېوادونو لپاره د نورو مهمو مسایلو په اړه خبرې وکړې.
په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت ویلي؛ د دواړو خواوو ترمنځ به بېلابېلې تخنیکي غونډې ترسره شي، چې د شته ننګونو په اړه بشپړ بحث وشي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې لپاره مناسبې حل لارې ولټول شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت دا هم ویلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ورورګلوۍ او دوستۍ، متقابلو ګټو او د تاریخي او اوږدمهاله سوداګریزو اړیکو پر ټینګار د اپټا تړون د غځولو، د ټرانزیټ اسانتیاوو او د توکو د قاچاق مخنیوي، پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو صادراتو، د تورخم بندر د ۲۴ ساعته فعالیت، د غلام خان بندر له لارې دوه اړخیزه سوداګري، د دواړو حکومتونو د خاورې له لارې د بار وړونکو موټرو د لېږد، بانکي تضمین او د بندرونو د تنظیم لپاره د جامع میکانیزم د تنظیم په اړه بحثونه او خبرې وشوې.
تازه خبرونه
اسلامآباد له بل څه ناراضه دی خو له افغان کډوالو غچ اخلي – مولانا فضل الرحمن
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ مولانا فضل الرحمن په پېښور کې یوې خبري ناستې ته ویلي: “پاکستاني چارواکي د افغان کډوالو بشري حقونه تر پښو لاندې کوي او هغوی لکه بار او سوداګریز توکي په لاریو کې اچوي. اسلامآباد د بل څه په اړه ناخوښه دی؛ خو له افغان کډوالو غچ اخلي. دا یوه ولولهییزه پرېکړه ده.”

د جمعیت علمای اسلام پاکستان (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د افغان کډوالو جبري شړل له بشري حقونو سرغړونه ګڼي او له نړیوالې ټولنې او بشري بنسټونو یې غوښتي، چې دې موضوع ته پاملرنه وکړي.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ مولانا فضل الرحمن په پېښور کې یوې خبري ناستې ته ویلي: “پاکستاني چارواکي د افغان کډوالو بشري حقونه تر پښو لاندې کوي او هغوی لکه بار او سوداګریز توکي په لاریو کې اچوي. اسلامآباد د بل څه په اړه ناخوښه دی؛ خو له افغان کډوالو غچ اخلي. دا یوه ولولهییزه پرېکړه ده.”
هغه زیاته کړې؛ افغان مسلکي کسان لکه ډاکټران او انجینران باید له پاکستان څخه ونهایستل شي او ټینګار کوي؛ د هغو پانګوالو او سوداګرو ایستل، چې په پاکستان کې سوداګر دي غوره اقتصادي پایلې به ونلري.
د پاکستان ذا سیاسي شخصیت د کډوالو د شړلو پرېکړه “بې غوري” بولي او خبرداری ورکوي، چې دا به د پاکستان ګټو ته زیان ورسوي.
مولانا فضل الرحمن وایي: هغه زدکوونکي، چې په پاکستان کې راجستر شوي باید له ونهایستل شي؛ ځکه، چې زدکړه یو اساسي بشري حق دی.
هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو او د افغانانو د بېرته ستنېدو لپاره د یو میکانیزم د جوړولو غوښتنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې او هره ورځ زرګونه خلک هېواد ته جبري راستنیږي.
تازه خبرونه
مولوي عبدالکبیر د ناروې له شارژدافیر سره په لیدنه کې د افغان کډوالو پر جبري ایستلو نیوکه وکړه
په دې غونډه کې، هغه د افغانستان او اروپايي هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې د ټولو خواوو لپاره ګټورې وبللې او د دې اړیکو د پراختیا غوښتنه یې وکړه.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د ناروې له سفیر پیر البرټ الساس سره په لیدنه کې ویلي، چې اسلامي امارت د ستونزو د اواري لپاره خبرو ته لومړیتوب ورکوي.
په دې غونډه کې، هغه د افغانستان او اروپايي هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې د ټولو خواوو لپاره ګټورې وبللې او د دې اړیکو د پراختیا غوښتنه یې وکړه.
مولوي عبدالکبیر له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستل د ټولو نړیوالو اصولو خلاف بللي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د دغو کډوالو د ستونزو په حل کې همکاري وکړي.
د ناروې شارژدافیر له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو پر بهیر نیوکه وکړه او وایي، چې هېواد به یې د نړیوالو ادارو له لارې د افغان کډوالو ملاتړ روان وساتي.
هغه د اسلامي امارت او ناروې ترمنځ مستقیمې اړیکې مهمې یادې کړې او د خبرو اترو له لارې د ستونزو د حل پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
د یادونې ده، چې په تېرو درې کلونو کې د اسلامي امارت چارواکو د خبرو اترو له لارې د ستونزو پر حل ټینګار کړی او د نړۍ له هېوادونو یې غوښتي، چې په دې ډول خپلې اندېښنې څرګندې کړي.
-
نړۍ4 days ago
د اوکراین د شخړې د حل لپاره خبرې ښې روانې دي – ټرمپ
-
نړۍ3 days ago
اروپايي ټولنه د فلسطین له ادارې سره مالي ملاتړ زیاتوي
-
تازه خبرونه3 days ago
د افغانستان او ازبکستان د کرنې په سکټور کې به همکاري پراخه شي
-
تازه خبرونه1 day ago
د پاکستان ځانګړی استازی کابل ته راغی
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د بل اړخ په اړه ډېر خوشبین نهیم – آیتالله خامنهیي
-
تازه خبرونه3 days ago
په تورخم کې راستنېدونکو ته منظم، چټک او معیاري خدمتونه وړاندې کېږي
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي له خپل پاکستاني سیال سره وکتل
-
تازه خبرونه4 days ago
د امریکا د خوراکي توکو د مرستو کمېدا به لوږه نوره هم زیاته کړي