تازه خبرونه

په کابل کې له لاهور پوهنتون سره د محمد علی جناح روغتون د سمبالولو یو هوکړه لیک لاسلیک شو

Published

on

(Last Updated On: )

د لاهور پوهنتون او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د چارواکو ترمنځ په کابل کې د محمد علي جناح روغتون د کارکوونکیو د میاشتنیو معاشونو د ورکړې او د روغتون د سمبالولو یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
په کابل کې د پاکستان سفیر ويلي؛ د لاهور پوهنتون به افغان ډاکټرانو ته د طبي او تخنیکي او روزنیزو وسایلو په برابرولو کې له دغه روغتون سره خپلې مرستې روانې وساتي.
د دغه تفاهم له مخې، د لاهور پوهنتون به په علي محمد جناح روغتون کې د ډاکټرانو لپاره د روغتیايي خدمتونو، د لا زیاتو درملو او تخنیکي او تعلیمي وسایلو د برابرولو آسانتیاوې برابرې کړي.
په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان ویلي: د لګښت اټکل تر اوسه ندی شوی؛ ځکه، چې دا یوه روانه پروژه ده؛ خو لاهور پوهنتون د روغتون د ډاکټرانو لپاره د طبي وسایلو، درملو، تخنیکي وسایلو او روزنې په برخه کې میاشتنۍ مرسته کوي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي قلندر عباد د یاد روغتون د تخنیکي او بشري منابعو د وړتیاوو لوړولو په برخه کې د پاکستان له همکارۍ هرکلی څرګند کړ او وایي، چې پر مسلکي کولو او ظرفیت لوړولو سربېره، لاهور پوهنتون د روغتون د کارمندانو معاشونه او ځینې نور لګښتونه هم پرې کوې.
د روغتون يو شمېر کارکوونکيو ويلي، چې له څو میاشتو راپدیخوا یې معاشونه ندي اخیستي. د علي محمد جناح روغتون کارکوونکی عبدالغفور په تېرو څو مياشتو کې د خپلو معاشونو پر نه ورکړې سختې نيوکې کوي او وايي، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ یوو.
د چارواکو په وینا؛ پاکستان به له نورو هغو روغتونونو سره هم همکارۍ وکړي، چې په وروستیو کې یې په افغانستان کې جوړ کړي دي.

Trending

Exit mobile version