تازه خبرونه
په کابل کې له توغندیزو بریدونو وروسته امریکا خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی

په کابل کې د نن ورځې له راکتي بریدونو وروسته د امریکا سفارت د افغانستان په پلازمېنه کې میشتو خپلو ټولو اتباعو ته له دې هېواده د وتلو سپارښتنه کړې ده.
د امریکا سفارت په ډاګه کړې: د بهرنیو چارو وزارت امریکایي اتباعو ته خبرداری ورکوي، چې افغانستان ته سفر ونکړي. په افغانستان کې امنیتي وضعیت بې ثباته دی او په افغانستان کې د امریکایي اتباعو لپاره ګواښ اوس هم یوه اندېښنه ده.
د سفارت د څرګندونو له مخې: هغه امریکایي اتباع، چې افغانستان ته سفر کوي او یا دا مهال په کې میشت دي؛ باید له افغانستان څخه ووځي.
د یادې سرچینې د څرګندونو په پای کې راغلي: مونږ له هغو امریکایي اتباعو غوښتنه کوو، چې په افغانستان کې د پاتې کیدو پلان لري؛ نو پخپلو شخصي امنیتي پلانونو دې بیاکتنه وکړي. د نور ډېر ښه امنیت، د خپل چاپېریال د پوهاوي، د تازه معلوماتو لپاره د محلي رسنیو څارنه او د لوړې کچې پوهاوي د تضمین لپاره دې مناسبې هڅې ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار په کابل کې دوه ماین چاودنې شوي او بیا د پر کابل شنې او نورو سیمو توغندیز بریدونه تر سره شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت منلې، چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي او له ۲۰ ډېر ټپیان دي.
طالبانو په دې بریدونو کې لاس لرل رد کړی دی.