تازه خبرونه

په کابل کې له اداري فساد سره د مبارزې شپږم کنفرانس جوړ شو

Published

on

(Last Updated On: )

دا په داسې حال کې ده، چې نن د اروپایي اتحادیې پلاوي په افغانستان کې د فساد پروړاندې د مبارزې پر پایلو د بیا کتلو لپاره د فساد پروړاندې شپږم کلنی کنفرانس جوړ او ترسره کړ.

په داسې حال کې، چې د جینوا ناستې ته یوولس ورځې پاتې دي؛ ولسمشر اشرف غني د فساد پر ضد د مبارزې خپلواک کمیسیون جوړ او پېنځه کسان یې ورته د غړیو په توګه ټاکلي او څرګندوي، چې د دې کمیسیون غړي به خلکو او حکومت ته ځواب ویونکي وي.

له نړیوالو سره د ژمنو د تازه کولو لپاره افغان حکومت له نړیوالې ټولنې سره بیا په جینوا کې ناسته لري، چې له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۴ کلونو پورې د هېواد ثبات او پراختیایي چارې را نغاړي.

یوولس ورځې وروسته به دا ناسته جوړیږي؛ خو ولسمشر اوس د اداري فساد پر ضد د مبارزې کمیسیون جوړ کړ، چې د ولسمشرۍ د فرمان له مخې: همایون حامد، مریم زرمتۍ، عبدالقیوم نظامي، سید محمد هاشمي او فرخ لقا په کې د غړيو په توګه ټاکل شوي.

ولسمشر اشرف غني د مالیې وزارت، یوناما او افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې د پلاوي په ګډون جوړ شوي کنفرانس ته څرګنده کړې؛ زه ډېر خوښ یم،  چې کمیسیون جوړ شو، د کمیسیون له پېنځه غړیو درې نرینه او دوه ښځې دي. دا کمیسیون به له ټولو واکونو او سرچینو برخمن وي، د کمیسیون غړي خلکو، ولسي جرګې او حکومت ته ځواب ویونکي دي.

د افغانستان روڼتیا څار څېړونکی ناصر تیموري ټینګار کوي، چې  شپږ کاله مخکې ولسمشرغني د فساد پر ضد د مبارزې کمیسیون د جوړېدو ژمنه کړې وه او اوس یې جوړېدل ښیي، چې په هېواد کې له فساد سره د مبارزې لپاره د حکومت اراده کمزورې ده.

د افغانستان په بیا رغاونه کې د امریکا په مرستو د څار ځانګړې اداره یا سیګار حکومت تورنوي، چې د فساد کمولو لپاره یې کلک ګامونه ندي پورته کړي.

سیګار په یوه تویت شوې خبرپاڼه کې ویلي: په فساد ککړ زورواکي په قوانینو کې له نیمګړتیاو ګټه اخلي، او څوک، چې مجرم پېژندل کیږي؛ د حکومت له کمزورو بنسټونو ګټه اخلي او څرنګه، چې لازمه ده پر سزا نه رسیږي.

مخکې له دې له اداري فساد سره د مبارزې بنسټونو له فساد سره  په مبارزه کې د حکومت کړنې سمبولیکې او سیاسي یادې کړې وې.

Trending

Exit mobile version