تازه خبرونه
په کابل کې لسګونو اړمنو کورنیو د بیات بنیاد د روژې مناسبتې مرستې ترلاسه کړې
اړمنې کورنۍ د بیات بنیاد له مرستو څخه خوښ دي او له نورو وسمنو خلکو هم د همکاریو غوښتنه کوي.

د بیات بنسټ چارواکو ويلي، چې د دې مرستې وېش به د روژې د مبارکې میاشتې تر پایه د کابل په ګډون د هېواد په نورو ولایتونو کې اړمنو خلکو ته روان وي.
اړمنې کورنۍ د بیات بنیاد له مرستو څخه خوښ دي او له نورو وسمنو خلکو هم د همکاریو غوښتنه کوي.
د بیات بنیاد لخوا اړمنو او بېوزلو کورنیو ته د روژې مناسبتي مرستې نن د کابل ښار په یو بل کونج کې لسګونو اړمنو کورنیو ته ووېشل شوې.
دا مرستې، چې اوړه، وريجې او غوړي په کې دي؛ د یوې مخکینۍ سروې پر بنسټ اړمنو کسانو ته ووېشل شوې.
دغه راز یو شمېر نورو هغو اړمنو او مستحقو کورنیو، چې دا خوراکي توکي یې ترلاسه کړي خوشحاله دي او له نورو مرستندویه بنسټونو غواړوي، چې په دې سختو شرایطو کې له اړمنو سره مرسته وکړي.
د دې سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د بیات بنیاد مرستې په داسې حال کې چمتو شوي، چې خلک په حقیقت کې له هر ډول مالي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د بیات بنیاد چارواکي هم وايي، چې دا مرستې به د روژې د مبارکې میاشتې تر پایه روانې وي او د کابل په ګډون د هېواد په نورو ولایتونو کې به هم اړمنو کورنیو ته ووېشل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بامیان ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ له دې مخکې د بیات بنیاد د روژې له مناسبتي مرستو برخمنې شوې دي. په دې مرستو کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې موخه یې اړمنو خلکو ته وېشل دي.
بیات بنسټ پر عام المنفعه پروژو سربېره روغتیايي پروژو او طبیعي پېښو څخه اغېزمنو کسانو سره مرستې کړي؛ له نږدې دوه لسیزو راپدېخوا په پلازمېنه او ولایتونو کې زرګونو اړمنو کورنیو ته د روژې په مبارکه میاشت کې خوراکي او غیر خوراکي مرستې چمتو کوي.