تازه خبرونه

په کابل کې د ښځو لخوا د ښځو کتابتون پرانیستل شو

Published

on

(Last Updated On: )

د کابل په پل سرخ کې د ښځو کتابتون تر نامه لاندې یو ښځو ته ځانګړی شوی کتابتون پرانستل شو، چې له دوه زره ټوکو ډېر کتابونه لري.

دغه کتابتون د چارشنبې پر ورځ (د وږي دوه یمه) د افغان ښځو د حقونو د هڅاندو په نوښت پرانیستل شو؛ ښځې او نجونې کولی شي، چې له دغه کتابتون څخه وړیا ګټه واخلي.

د ښځو د حقونو يو شمېر هغو فعالانو، چې په وروستيو مياشتو کې يې په لاريونونو کې برخه اخيستې ده، د دغه کتابتون په جوړولو کې یې مرسته او همکاري کړې ده.

د دغه کتابتون یوې بنسټ ایښودونکې جولیا پارسي د دې کتابتون د پرانیستلو د موخې په اړه ویلي: مونږ دغه کتابتون د دوه موخو لپآره پرانیستی؛ یو د هغو نجونو لپاره، چې ښوونځي ته نشي تلای او دوه یم د هغو ښځو لپاره، چې دندې یې له لاسه ورکړي دي.

میرمن پارسي ویلي، چې دوى له دې وړاندې هم د کتابونو د راټولولو کمپاين پيل کړى و او په دغه کتابتون کې د استادانو، شاعرانو او ليکوالانو کتابونه دوى ته وړاندې شوي دي.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د نجونو د متوسطو او لیسو دروازې وتړل شوې، چې بیا یو شمېر مدني فعالانو هڅه وکړه، چې له بېلابېلو لارو نجونو او میرمنو ته د زدکړو زمینه برابره کړي.

Trending

Exit mobile version