سوداگري
په کابل کې د ښاري بسونو ګرځېدل پیل شول

د کابل ښاروالۍ ښاري بسونه نن پنجشنبه ( د وري ۵ ) د نوې کارتې او احمدشاه بابا مېنې تر منځ تګ راتګ پیل کړ.
په کابل کې د ښاروالۍ ښاري بسونو آزمایښتي ګرځېدل پیل کړل .
کابل ښاروال وایي، چې دوه سوه ښاري بسونه د پلازمېنې پر ۱۶ لوریو د پېنځه ترمینلونو او دوه سوه څلور شپیته تمځایونو له لارې خدمتونه وړاندې کړي.
کابل ښاروال داوود سلطان زوی ویلي، چې دا بسونه د امریکا ای سي شرکت جوړ کړي، چې نه یوازې د کرایې ټولونې معیاري سیسټم لري، بلکې د ۳۰ مسافرو د لېږد له وړتیاوو هم برخمن دي.
ښاروال زیاته کړې، چې د دغو بسونو له ګرځېدو سره به د خلکو په اقتصادي ژوندانه کې د ډاډ وړ او مثبت بدلوړنونه رامنځته شي.
دغه راز له دې سره به په ښار کې ګنه ګونه هم راکمه شي.
ښاروالۍ له خلکو غواړي، چې د نویو بسونو په څارنه او ساتنه کې همکاري وکړي.
مخکې له دې هم ښاري بسونه فعال ول، چې له یوې مودې فعالیت وروسته بېرته له کاره ولوېدل.