تازه خبرونه
په کابل کې د پولیسو ځواک دوه چنده کیږي

(Last Updated On: )
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې ولسمشرۍ ماڼۍ به په ښار کې د موخه ییزو بریدونو د مخنیوي لپاره د پولیسو شمېر دوه چنده کړي.
داغه پرېکړه په پلازمېنه کابل کې د ښاریانو له امنیتي اندېښنو، وژنو او چاودنو له ډېرېدو وروسته رامنځته شوې ده.
امرالله صالح څرګنده کړې؛ د ۶:۳۰ سهارنۍ ناستې د پلان پر بنسټ د کابل د اوسیدونکیو د شمېر په تناسب د پولیسو شمېر ډېر لږ دی.
نوموړي زیاته کړې، چې له نوي پلان سره سم به په کابل کې د غرنیو پوستو مسولیت اردو ته سپارل شوی دی.
د کابل اوسیدونکيو په تېرو څو ورځو کې د پولیسو د شمېر ډېرولو غږ پورته کړی او وايي، چې دوی هره ورځ د چاودنو او موخه ییزو وژنو دردونه ګالي.
په تېرو څو میاشتو کې د ملکي شخصیتونه په ګډون د مدني ټولنې غړي، د رسنیو کارمندان او حکومتي چارواکي پر نښه شوي دي.