تازه خبرونه

په کابل کې د نیالګیو کینولو عمومي کمپاین پیل شو

Published

on

(Last Updated On: )

د کابل ښاروالۍ چارواکو ويلي؛ سږ کال به په پلازمېنه کې څه باندې ۶۰۰ زره میوه لرونکې او زینتي نیالګي کېنول شي.

د کابل ښاروالۍ دا کمپاین د کابل ښاروال لخوا په وزیر محمد اکبر خان غونډۍ کې د یوه نیال له کینولو سره پیل شو.

کابل ښاروالۍ په پام کې لري، چې په پلازمېنه کې ۶۰۰ زره نیالګي کېنوي.

دې بنسټ ويلي؛ هغه کسان جریمه کوي، چې نیالګي له منځه وړي.

د کابل ښار د سرسبزۍ رییس عبدالوکیل متوکل ویلي؛ دې ادارې د هغو کسانو لپاره جریمه ټاکلې، چې نیالګي له منځه وړي او که څوک یو نیالګي له منځه یوسي دوه زره افغانۍ جریمه به ورکوي.

د ښاروالۍ مسوولین له خلکو غوښتنه کوي، چې د نيالګيو په ساتنه او پالنه کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال مرستیال محمد خالد سجستاني وایي؛ کابل ښاروالۍ په پام کې لري، چې په ښار کې د نیالګیو د خړوبولو لپاره د څاڅکو سیستم جوړ کړي او د ځمکې لاندې اوبو د زیاتې کارونې مخه ونیسي.

د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال حبیب الرحمن منصور د ښار په زرغون او ښکلي ساتلو کې د خلکو همکاري مهمه ګڼي او څرګندوي؛ الحمدلله دوی تل د هېواد د امنیت، زرغونتیا، آبادۍ او پرمختګ په برخه کې هڅي کوي. زمونږ غوښتنه دا ده، چې خلک باید د ورکړ شويو نیالګيو ساتنه او پالنه وکړي.

د  کابل وکیلانو ټولنې رییس عبدالواجید ساپی وایي: مونږ به ډېر نیالګي کینوو. له خلکو هیله کوو، چې د ساتنې، پالنې او اوبه ورکولو په برخه کې له مونږ سره همکاري وکړي.

هر کال د هېواد په ګڼو ښارونو او ولایتونو کې زرګونه نیالګي کېنول کېږي؛ خو پخپل وخت اوبه نه‌ورسيږي او پالنه یې نه‌کیږي او تر بل کاله وچیږي.

Trending

Exit mobile version