تازه خبرونه
په کابل کې د خپلواکۍ ۱۰۱ کلیزې د نمانځلو پر مهال توغندي ولګیدل

د افغانستان ولسمشر نن سهار د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۱ کالیزې په ویاړ د ملي دفاع وزارت په انګړ کې، چې د ملي دفاع وزارت چارسمبالي اسدالله خالد، د وسلوال پوځ لوی درستیز سترجنرال یاسین ضیا یې ملتیا کوله؛ د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده.
په دغو مراسمو کې د ولسمشر دوه یم مرستیال استاد سرور دانش، د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، قاضي القضات او د سترې محکمې مشر، د ملي امنیت سلاکار، د مشرانو جرګې مشر، د کابینې او ملي شورا یو شمېر غړیو او د ولسمشرۍ سلاکارانو، د وسلوال پوځ یو شمېر جنرالانو او افسرانو او په کابل کې د همکارو هېوادونو ځینو سفیرانو او استازیو ګډون کړی و.
رئیس جمهور غنی به منظور گرامیداشت از ۱۰۱مین سالروز استرداد استقلال کشور، به پای منار استقلال اکلیل گل گذاشت pic.twitter.com/BzG4wHrV1Q
— ارگ (@ARG_AFG) August 18, 2020
د دغو مراسمو له نمانځلو سره همهاله نږدې ۱۴ توغول شوي توغندي پر کابل ښار ولګیدل.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ویلي، چې دا توغندي له دوه موترو د کابل ښار پر بېلابېلو سیمو لګیدلي دي، چې په کې لږ تر لږه د ۴ ماشومانو او یوې میرمن په ګډون ۱۰ کسان ټپیان شوي دي.
د چین ولسمشر د پیغام له لارې ولسمشرغني او د افغانستان خلکو ته د هېواد د خپلواکۍ کالیزې مبارکي وړاندې کړې ده.
د چین ولسمشر څرګنده کړې: د افغانستان او چین ترمنځ د ۶۵ کلونو ډيپلوماتیکې اړیکې د دواړو هېوادونو متقابل درناوي، دوستۍ او له دوه اړخیزو همکاریو څخه برخمنې وې.
شي جېنګ پېنګ پخپل پیغام کې څرګنده کړې، چې د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو پراختیا زما لپاره ځانګړی ارزښت لري او چمتو یم، چې د دغو اړیکو د پراختیا له تاسې سره یو ځای کار وکړم.
دغه راز شهزاده کریم آغاخان هم د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۱ کالیزې په ویاړ ولسمشر غني ته د مبارکۍ په پیغام کې څرګنده کړې، چې د افغانستان اسماعیلي امامت او د آغاخان انکشافي شبکه له حکومت سره د ګډ کار په برخه کې پخپله ژمنه ولاړ دي او له اقتصادي ودې، ټولنیز پرمختګ او باکیفیته ژوند سره تړلې سوله ییزې راتلونکې ته د رسېدو لپاره به د افغانستان له خلکو سره خپلې هڅې او همکارۍ روانې ساتي.
د افغانستان د خپلواکۍ چشن د ۱۹۱۹ میلادي کال د اګست پر ۱۹ د افغان ـ انګلیس د تړون د لاسلیک په ویاړ هر کال نمانځل کیږي.
دې تړون د افغانستان او انګلیس تر منځ بې پرې اړیکې تینګې کړې، چې تر ننه په بېلابېلو بڼو ورته درناوی کیږي.