تازه خبرونه

په کابل کې د بګرام زندان څارنوال او پکتیا غږ راډیو مشر ووژل شو

Published

on

(Last Updated On: )

د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د بګرام زندان عدلي مرکز د داخلي او خارجي امنیتي جرمونو پر وړاندې د مبارزې څارنوال او د پکتیا غږ خپرندویه ادارې مشر توپان عمري ووژل شو.

د افغانستان د آزادو رسنیو څار ملاتړ بنسټ( نی) دغه پېښه تائید کړې او له حکومت یې غوښتي، چې د پېښې عاملین ونیسي او وښیي، چې آیا د هغه د وژنې او رسنیز کار تر منځ څه تړاو شته او که نه.

یوې امنیتي سرچینې هم آریانیوز ته منلې، چې توپان عمري له بګرام څخه کابل ته پر لاره د ده سبز ولسوالۍ په اړوند سیمه کې وژل شوی دی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ پر توپان عمري سربېره  یو بل څارنوال هم په پېښه کې وژل شوی.

تر دې دمه د پېښې پړه هیچا پر غاړه نده اخیستې.

Trending

Exit mobile version