تازه خبرونه

په کابل کې د امریکا لخوا د القاعده د مشر وژل کېدل یوه ادعا ده – حکمتیار

Published

on

(Last Updated On: )

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ويلي، د امریکا له لوري د القاعده د مشر ایمن الظواهري وژل یوازې یو تور دی او د دغه هېواد له لوري هیڅ ثبوت وړاندې شوی ندی.

حکمتیار د جمعې پر ورځ د خپلو خبرو په یوه برخه کې دغه عمل یو تروریستي عمل نومولی او وایي، چې امریکا د افغانستان له فضايي حریم او ملي حاکمیت څخه پوره سرغړونه کړې ده.

د حزب اسلامي امیر ګلبدین حکمتیار ادعا کوي، چې امریکا په افغانستان کې خپل فعال پوځي، استخباراتي او جاسوسي حضور روان ساتلی، چې ښايي د اسلامي امارت د ځینو مشرانو د وژلو پلان ولري. امارت باید د دا ډول بریدونو مخه ونیسي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ويلي، امریکا له افغانستان څخه د جګړې د دوام په اراده وتلې او د غچ اخیستنې احساس د دغه هېواد د سیاسي او پوځي چارواکو له څرګندونو هم څرګندېږي.

نوموړی خبرداری ورکوي، چې د افغانستان هوايي حریم هم خوندي ندی او امریکا کولی شي خپل مخالفان په افغانستان او نورو ځایونو کې پر نښه کړي.

د امریکا حکومت ادعا کوي، چې ایمن الظواهري د تېرې شنبې پر ورځ په کابل کې د امریکا د بې پیلوته الوتکې په برید کې وژل شوی؛ خو د دې ادعا د ثابتولو لپاره یې اسناد وړاندې کړي ندي. اسلامي امارت د دغه برید پخلی کوي؛ خو تر اوسه یې په کابل کې د الظواهري د میشتېدو او د هغه د وژل کېدو په اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version