سوداگري
په کابل کې د امام ابوحنیفه درېیم ملي او نړیوال اوونیز نندارتون جوړ شو
په دې اووه ورځني نندارتون کې، چې (د تلې له پېنځلسمې څخه تر یوویشتمې) دوام کوي؛ د بېلابېلو تولیدي، سوداګریزو او خدماتي سکټورونو محصولات او تولیدات نندارې ته اېښودل شوي دي.

د امام ابو حنیفه رحمةالله درېیم ملي او نړیوال نندارتون نن یکشنبه ( د تلې پېنځلسمه ) په کابل کې د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د اسلامي امارت د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مسوولانو، د هېوادونو او نړیوالو ټولنو سفیرانو، استازو، سوداګرو، پانګهوالو او نورو کورنیو چارواکو په شتون کې پرانیستل شو.
په دې اووه ورځني نندارتون کې، چې (د تلې له پېنځلسمې څخه تر یوویشتمې) دوام کوي؛ د بېلابېلو تولیدي، سوداګریزو او خدماتي سکټورونو محصولات او تولیدات نندارې ته اېښودل شوي دي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي په کابل کې د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، دا ډول نندارتونونه د هېوادونو د صنعتي او تولیدي وړتیاوو د پېژندنې لپاره ښه فرصت دی.
نورالدین عزیزي څرګنده کړې، چې د ننني نندارتون اصلي موخه د کورنیو بازارونو پیاوړتیا، بازارموندنه، پراختیا او له اسلامي امارت سره د سیمې د هېوادونو د اړیکو ټینګول دي.
دغه راز د ریاست الوزراء د دفتر اقتصادي مرستیال د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې دا ډول نندارتونونه د محصولاتو د پلور او بازار موندنې لپاره ښه فرصت رامنځته کوي.
هغه يادونه کړې؛ په دې نندارتون کې، چې يوه اوونۍ به روان وي، د کورنيو او بهرنيو شرکتونو محصولات به په ٧٠٠ غرفو کې نندارې ته وړاندې شي.
ملا برادر زیاته کړې: د دې نندارتون ښهوالی دا دی، چې کورني او بهرني سوداګر او پانګوال له یو بل سره د نظریاتو تبادله کوي او دا نندارتون د تولیدونکیو لپاره د بازار د وضعیت په ښه کولو او د سوداګرو د ستونزو په حل کې مهم رول لوبوي.
د ریاست اوزراء اقتصادي مرستيال په افغانستان کې د سوداګرو او پانګوالو د فعاليتونو د ستاينې پر مهال يادونه وکړه، چې په افغانستان کې د نړيوالو هېوادونو او سوداګرو لپاره د پانګونې ښه زمينه برابره ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال یونس مومند د دغه نندارتون په اړه ویلي، چې دغه نندارتون د تجربو د تبادلې او بهرنیو سوداګرو ته د افغاني تولیداتو د ورپېژندلو یو ښه فرصت دی او له دې فرصت څخه باید ګټه پورته شي.
دغه نندارتون د حکومت د چارسمبالو چارواکو او د ګاونډ او سيمې د يو شمېر استازو په شتون سره پرانيستل شو.
په دې نندارتون کې د اووه ورځو لپاره د کورنیو او بهرنیو تولیداتو څه باندې ۷۰۰ غرفې نندارې ته ایښودل شوي دي.
د دغه نندارتون د جوړېدو موخه د کورنیو تولیداتو ننداره او وده ده.