سوداگري
په کابل کې د اقتصادي پیاوړتیا تر سرلیک لاندې درې ورځنی نندارتون جوړ شو

د افغانستان د سوداګرو او پانګوالو اتحادیې د صنعت او سوداګرۍ، اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو په همغږۍ په کابل کې درې ورځنی نړیوال نندارتون جوړ کړ.
په کابل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو د یوه نړیوال نندارتون د پرانستلو پرمحال له ټولو تولیدوونکیو اوصنعتکارانو غوښتنه وکړه، چې پخپلو اقتصادي فعالیتونو او تولیداتو کې د نړیوال ستندردونو پلې کول په نظر کې ونیسي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاته کړې، چې اسلامي امارت په هېواد کې له ټولو اقتصادي فعالیتونو څخه پوره ملاتړ کوي او د حکومت د ټولو سکتوري وزراتونو د اقتصادي پراختیا لپاره هڅې ورځ تر بلي د پراختیا په حال کې دي.
د صنعت اوسوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي؛ مونږ له خپلو کورنیو تولیداتو ملاتړ کوو اوهیله لرو، چې د خصوصي سکتور لخوا داسې نندراتونونه د سیمې او نړۍ پر کچه هم جوړشي؛ ځکه مونږه يي ملا تړ روان ساتو.
د اسلامي امارت یو شمېر مسوولینو بیا د هېواد په کچه د دا سې نندارتونو نوجوړیدل د هېواد په اقتصادي ځانبسیایني کې اړین بولي او زیاتوي، چې تر هغې پورې، چې هېواد اقتصادي ځانبسیاینې ته و نرسیږي؛ د هېوادوالو ستونزي نشي حل کیدی.
د حکومت د رسنیو مرکز رییس انعام الله سنګاني ویلي؛ زمونږ د هېواد په اقتصادي پراختیا کې کورني تولیدات بیخي مهم رول لري او مونږ ټول باید له دې پوره ملاتړ وکړو، چې هېواد مو اقتصادي خپلواکۍ ته ورسیږي.
د دې نندراتون برخوال د خپلو تولیداتو د پرا ختیا او پلورلو لپاره ورته نندارتونونه مهم بولي او د صنعت او سوداګرۍ له وزارته د دې لړۍ د پراختیا غوښتنه کوي.
د نندارتون ګډونوال امیدالله قاسم زی وایي: مونږ د لته خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي؛ دلته زمونږ د تولیداتو لپاره د پلور زمینه زیاته برابریږي او هیله لرو، چې دا لړۍ نوره هم پراخه شي.
د نندارتون ګډونوالېه عزیزه وایي: دا سې نندارتونونه زمونږ د خدماتو لپاره خورا زیات مهم دي او مونږ خپل ټول خدمتونه دلته نندارې ته وړاندې کوو. هیله ده، چې دغه راز نندارتونه نور هم پراخ شي.
د نندارتون یوې بلې ګډونوالې نوریې نومې څرګنده کړې؛ په داسې نندارتونونو کې زمونږ برخه اخستل پخپله مونږ ته ډېره ګټه لري او هیله لرم، چې دا نور هم زیات شي.
د دې نندارتون تنظیموونکي وايي، چې د ټول هېواد تولیدوونکیو په دې نندارتون کې ګډون کړی، چې په نږدې سل غرفو او څلوریښت میزونو کې د درې ورځو لپاره خپل تولیدات خلکو ته وړاندې کوي.