لوبی
په کابل کې د افغانستان باولینګ ملي لوبډلې ته د غوراوي سیالۍ پیل شوې

د افغانستان د المپیک ملي کمیټې په ملاتړ نن په کابل کې باولینګ ملي لوبډلې ته د غوراوي سیالۍ پیل شوې
د المپیک ملي کمیټې نن (دوشنبه) ویلي، چې د المپیک ملي کمیټې په ملاتړ د هېواد د مرکزي، شمالي او لویدیځ زونونو د ۱۲ ښځو او ۱۲ نرینه وو لوبغاړیو په ګډون د باولینګ ملي لوبډلې د غوراوي لپاره درې ورځنۍ سیالۍ تر سره شوې.
د باولینګ فډراسیون په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د ملي المپیک کمیټې په چوکاټ کې رامنځته شو او یوه میاشت وروسته یې د نړیوال او آسیایي فدراسیون غړیتوب ترلاسه کړ.
د باولینګ فدراسیون له رامنځته کېدو راپدیخوا په ټول هېواد کې يې ګڼشمیر سیالۍ ترسره کړي دي.
د باولینګ فدراسیون چارواکو څرګنده کړې؛ ځوانان دې لوبې ته ډېر لیواله دي او دوی په پام کې لري، چې په هېواد کې دې لوبې ته وده ورکړي.
دا مهال له ۱۰۰ ډېر لوبغاړي د هېواد په بېلابېلو سیمو کې مسلکي باولینګ کوي او هرکال د ملي لوبډلې د لوبغاړیو غوره کولو لپاره سیالي ترسره کیږي.
لوبی
د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ ملي لوبډلې نیپال ته د یوې منډې پر توپیر ماتې ورکړه
د دې لړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه به د دې اوونۍ د چارشنبې پر ورځ ترسره شي.

د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ ملي لوبډلې د نیپال پر وړاندې د پنځوس اوریزو لوبو د لړۍ په دوهیمه لوبه کې کوربه لوبډلې ته د یوې منډې پر توپیر ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې، چې نن (یکشنبه) ترسره شوه؛ افغان لوبډلې په ۵۰ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل؛ خو ۱۶۸ منډې یې وکړې.
نیپال په ۴۹.۳ اورونو کې پر ۱۶۷ منډو وسوځېد او هدف یې ترلاسه نکړ.
دا د نیپال پر وړاندې د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ ملي لوبډلې دوهیمه پرلهپسې بریا وه او له دې سره افغانستان دواړه لوبې وګټلې.
د دې لړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه به د دې اوونۍ د چارشنبې پر ورځ ترسره شي.
لوبی
د هند ۲۰۲۵ غوره لیګ د ۱۸ کلنې زړه راکښونکې بریا جشن نمانځل کیږي
د هند غوره لیګ سږکال په خپل اتلسم پړاو کې دی او پرته له شکه د نړیوال کرکټ په کلني کلیزه کې یو له خورا زړهراکښونکو پېښو څخه ګرځیدلی دی.

سره له دې، چې د هند غوره لیګ (IPL) لوبو پرانیستې ته څلور ورځې پاتې دي؛ آریانا راډیو ټلویزیوني شبکه په افغانستان کې خپلو کرکټ مینهوالو ته له خوښۍ ډک زیری وړاندې کوي، چې یو ځل بیا به دا په زړه پورې سپورتي پېښه د دوی تر کورونو ورسوي.
د هند غوره لیګ سږکال په خپل اتلسم پړاو کې دی او پرته له شکه د نړیوال کرکټ په کلني کلیزه کې یو له خورا زړهراکښونکو پېښو څخه ګرځیدلی دی.
د برانډ فاینانس د ارزونې د راپور له مخې؛ د هند غوره لیګ ځلېدا دومره پراخه ده، چې د برانډ ټولیز ارزښت یې په ۲۰۲۴ کال کې ۱۲ ميلیارډ ډالر اټکل شوی، چې د ۲۰۲۳ کال د ۱۰.۷ میلیارډ ډالرو پر پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی ښیي.
برانډ فاینانس زیاته کړې؛ چینای سوپر کینګز لوبډلې په ۲۰۲۴ کال کې د ۱۲۲ میلیون ډالرو له برانډ ارزښت سره د هند غوره لیګ ترټولو قیمتي فرنچایز په توګه مخکښ دی.
دا ۵۲ سلنه وده په لویه کچه د دوی د پخواني لوبډلمشر ایم ایس ډهوني د تلپاتې میراث دی.
د چینای سوپر کینګز تر څنګ ممبي انډینز دی، چې ارزښت یې ۱۱۹ میلیون ډالر دی او د رائل چلینجرز بنګلور، چې ارزښت یې ۱۱۷ میلیون ډالر دی؛ دریم ځای لري.
کلکته نایټ رایډرز او دفاعي اتلان له ۱۰۹ میلیون ډالرو سره د حیدرآباد سنرایزرز د ۸۵ میلیون ډالرو سره، د راجستان رویالز د ۸۱ میلیون ډالرو سره او د ډیلي کیپیټلز د ۸۰ میلیون ډالرو سره په نورو وروستیو درجو کې دي.
د شنبې پر ورځ به په کلکته کې د پرانیستې لوبه د کلکته نایټ رایډرز او رویال چلینجرز بنګلور تر منځ ترسره شي.
د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ پر دوهویشتمه پیل کیږي او دوه میاشتې به روانې وي.
دا سیالي به د ۲۰۲۵ کال د می پر پېنځهویشتمه پای ته ورسیږي.
په ټول افغانستان کې د کرکټ مینهوال کولی شي د شنبې پر ورځ ( د وري دوهیمه/ د مارچ دوهویشتمه) د ماښام پر ۶:۱۵ له آریانا ټلویزیون څخه وګوري.
د کلکتې نایټ رایډرز او رویال چلینجرز بنګلور ترمنځ لومړۍ لوبه به په همدې ورځ د ماښام پر ۶:۳۰ پیل شي.
د نورو خبرونو او تازه معلوماتو لپاره د آریانا تلویزیون او آریانا نیوز ټولنیزې پاڼې وګورئ.
لوبی
ایرلینډ د مالي ستونزو له کبله له افغانستان سره کرکټ لوبه وځنډوله
ټاکل شوې وه، چې دا لوبې سږکال په ایرلینډ کې ترسره شي.

د ایرلینډ کرکټ بورډ د سېشنبې پر ورځ (د کب یوویشتمه) ویلي؛ د افغانستان پر وړاندې ټاکل شوې لوبلړۍ، چې په کې یوه ټیسټ لوبه، درې ۵۰ اوریزې او درې ۲۰ اوریزې لوبې وې؛ د بودیجې د محدودیتونو له کبله وځنډول شوې.
ټاکل شوې وه، چې دا لوبې سږکال په ایرلینډ کې ترسره شي.
د ایرلینډ کرکټ بورډ اجرائیوي رییس وارن ډیویټرم له نورو لوبډلو سره د سیالیو مهالوېش اعلانولو پر مهال تائید کړه، چې د افغانستان سیالۍ به د مالي ستونزو له کبله ترسره نشي.
هغه ويلي: “دا پرېکړه د بودجې د لنډمهاله ستونزې له کبله رامنځته شوې ده. مونږ باید د کرکټ بورډ له منشور سره سم خپل کار وساتو، چې ټینګار کوي؛ ستراتیژیکو اهدافو ته د رسېدو لپاره پانګونه باید په متوازن ډول ترسره شي.”
د افغانستان کرکټ بورډ تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي.
افغانستان او ایرلینډ، چې دواړه د کرکټ د نړیوالې شورا (ICC) بشپړ غړيتوب لري؛ په ټیسټ لوبو کې دوه ځله سره مخ شوي دي، چې لومړۍ لوبه افغانستان وګټله او دوهیمه هغه د ایرلینډ پر بریا پای ته ورسېده.
په پنځوس اوریزو سیالیو کې دې دوه لوبډلو ۳۲ ځله د یو بل پر وړاندې سیالي کړې، چې افغانستان ۱۸ او ایرلینډ ۱۳ ځله ګټلې دي.
-
تازه خبرونه5 days ago
امریکا دې د افغانستان بانک کنګل شوې شتمني خوشې کړي- اقتصاد وزارت
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د اټومي انرژۍ په اړه د خبرو ناکامېدا به له ایران سره جګړه شونې کړي – فرانسه
-
سوداگري4 days ago
په تورخم کې د سکینر د تخنیکي ستونزې له کبله پاکستان ته صادرات ودرول شول
-
تازه خبرونه4 days ago
پاکستان بنسټیزو اصلاحاتو ته اړتیا لري – خلیلزاد
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان کورنیو چارو وزیر د افغان کډوالو په اړه شهباز شریف ته راپور ورکړ
-
تازه خبرونه1 day ago
په کاپیسا کې د باغدرې برښنا بند د جوړولو چارې پیل شوې
-
تازه خبرونه5 days ago
کابل ته د پنجشېر د اوبو د لېږد پروژه به له تصویب او تمویل وروسته پیل شي – عابد
-
نړۍ1 day ago
په امریکا او اروپاکې کې د ټرمپ ضد لاریونونه وشول