تازه خبرونه

په کابل کې د افغانستان، ازبکستان او آذربایجان درې اړخیزه ناسته جوړه شوه

د صنایعو او سوداګرۍ  وزارت نن (پنجشنبه د زمري پېنځه ویشتمه ) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې د سوداګرۍ، پانګونې او ټرانسپورټ او لوژستیک، ودانیزو توکو، د هایدرو کاربن د زیرمو او کانونو د جیولوژیکي سپړنې په اړه د همکاریو او اړیکو د پراختیا په اړه  خبرې وشوې.

Published

on

(Last Updated On: )

د صنایعو او سوداګرۍ  وزارت ویلي، چې په کابل کې د دغه وزارت د چارسمبالي نورالدین عزیزي پر کوربتوب د ازبکستان د صنعت، سوداګرۍ او پانګونې د وزیر او د آذربایجان د اقتصاد وزارت د مرستیال په ګډون د سوداګرۍ، پانګه اچونې، ټرانسپورټ، ودانیزو او جیولوژیکي توکو په اړه درې اړخیزه غونډه جوړه او تر سره شوه.

د صنایعو او سوداګرۍ  وزارت نن (پنجشنبه د زمري پېنځه ویشتمه ) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې د سوداګرۍ، پانګونې او ټرانسپورټ او لوژستیک، ودانیزو توکو، د هایدرو کاربن د زیرمو او کانونو د جیولوژیکي سپړنې په اړه د همکاریو او اړیکو د پراختیا په اړه  خبرې وشوې.

دغه راز د افغانستان په شمال کې د سمنټو د تولید پروژه، سیمه‌ییزه همکاري، د ورېښمو له نوې لارې څخه اغېزمنه ګټه اخیستنه، د اورګاډي پټلۍ او د اکو په اقتصادي سازمان کې د افغانستان د فعال حضور په اړه ټینګار څرګند شو.

د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ راغلي پلاوي ته د افغانستان د کانونو په سکټور کې د پانګونې د وړتیاوو، فرصتونو او د هېواد د لومړیتوبونو په اړه معلومات وړاندې شول.

ویل کیږي، چې په دې وروستیو کې د درې واړو هېوادونو د ناستو او کاري ډلو په اړه هوکړه لیکونه هم شوي دي.

Trending

Exit mobile version