تازه خبرونه

په کابل کې د اسلامي امارت ځواکونو د داعش پر پټنځي برید کړی

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان اسلامي امارت ويلي، په کابل کې د داعش پر یوه پټنځي د برید پرمهال یو داعشي وژل شوی دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني په خپل ټوېټ کې څرګنده کړې، چې دغه عملیات تېره شپه (چارشنبه د لړم ۲۶ ) د کابل د خیرخانې په اړوند سیمه کې د اسلامي امارت ځواکونو ترسره کړي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دغه بريد کې د داعش ډلې د غړيتوب پر تور څو نور کسان هم نيول شوي دي.

سمنګاني ټینګار کړی، چې دغه کسان اوسمهال د اسلامي امارت په بند کې تر پوښتنو لاندې دي.

هغه زياته کړې، چې د خيرخانې په اړوند سيمه کې د داعش دغه پټنځى هم له منځه وړل شوى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د داعش خراسانۍ ډلې په کابل کې د پرونیو دوه بېلابېلو چاودنو د ترسره کولو مسوولیت منلی دی.

Trending

Exit mobile version