تازه خبرونه

په کابل کې د استوګنې پر سیمه زمونږ هوایي حمله یوه تېروتنه وه – امریکا

Published

on

(Last Updated On: )

د امریکا پوځي چارواکي په کابل کې د استوګنې پر سیمه د امریکا د بې پیلوټه الوتکې هوایي حمله یوه دردوونکې تېروتنه نومولې، چې پرې د یوې کورنۍ لس ملکي غړي ووژل شول.

د اګست پر ۲۹ د امریکا هوایي ځواک د کابل ښار په ۱۵ ناحیه کې د استوګنې پر یوه کور هوایي برید ترسره کړ، چې هغه مهال یې ویلي وه؛ د داعش غړي یې وژلي دي.

هغه وخت هم د دې کورنۍ د غړیو خپلوانو ویلي وه، چې وژل شوي کسان له داعش جنګیالیو سره هیڅ تړاو نلري.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ د ځواکونو قومندان جنرال کینټ مکنزي پرون خبریالانو ته ویلي، چې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.

مکنزي وایي: زمونږ څېړنې ښیي، چې دا هوایي حمله یوه دردوونکې تېروتنه وه.

دغه راز د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټین هم منلې، چې د امریکا په هوایي برید کې ملکي خلک وژل شوي دي.

آسټین زیاته کړې: مونږ اوس پوه شو، چې د احمدي او د داعش ډلې ترمنځ هیڅ اړیکه نه وه. د هغه ورځې هڅې یې پوره بې زیانه وې او له هغه ګواښ سره تړاو نلري، چې مونږ پرې باور درلود.

هغه وايي: مونږ بخښنه غواړو او هڅه کوو، چې له دې بدې تېروتنې پند واخلو.

د یادونې ده، چې په دې پېښه کې د ماشومانو په ګډون د یوې کورنې لس کسان وژل شوي؛ څو کوره زیانمن او څو نور کسان ټپیان شوي هم دي.

Trending

Exit mobile version