تازه خبرونه

په کابل کې درې ماین چاودنو اووه کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: )

د کابل ښار په درې بېلابېلو برخو کې درې چاودنو دوه ملکي وګړي وژلي او پېنځه نور ټپیان کړي دي.

لومړۍ چاودنه نن (سې شنبه د سلواغې ۱۴) سهار د کابل ښار د دوه یمې ناحیې په جوی شیر سیمه کې رامنځته شوې ده.

د پېښې لیدونکي وايي، چاودنه د نښلیدونکي ماین وه.

امنیتي سرچینې چاودنه تائیدوي او وایي، چې په پېښه کې د امنیتي ځواکونو دوه غړي ټپیان دي.

دوه یمه چاودنه شاوخوا اته بجې د کابل ښار د څلورمې ناحیې اړوند د سلیم کاروان په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د کابل پولیسو ویاند فردوس فرامرز ویلي، چې په پېښه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

درېیمه چاودنه د دهمزنګ په نوآباد سیمه کې پر کرولا موټر شوې، د لیدونکیو د څرګندونو له مخې ترې یو کس ټپي شوی دی.

امنیتي ادارو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.

د درې واړو پېښو مسوولیت چا ندی منلی.

Trending

Exit mobile version