تازه خبرونه
په کابل ښار کې د ځمکې کرې نقشه یوازې سمبولیکه بڼه لري – کابل ښاروالۍ
له هغې وروسته، چې د کابل ښار د دهن باغ په اړوند سیمه کې د “ځمکې” په بڼه د یوه څلي پر جوړولو نیوکې ډېرې شوې؛ کابل ښاروالۍ په ډاګه کړه، چې له جوړېدو یې موخه یوازې د ښار ښکلا ده نه سیاسي موخې.
کابل ښاروالۍ ويلي؛ دا اداره یوازې یوه کاري اداره ده او په هیڅ بڼه نشي کولی، چې سیاسي او نظامي بڼه خپله کړي.
د کابل ښاروالۍ د څرګندونو له مخې: د ځمکې په کُره کې، چې کومه نقشه لیدل کیږي؛ یوازې سمبولیکه نقشه ده او حقیقي هم نده.
دغه بنسټ په یوه ویدیويي پیغام کې ویلي: زمونږ موخه دا ده، چې د افغانستان نقشه یو څه زوم (نږدې) او روښانه کړو. په دې برخه کې کوم سیاسي هدف نشته.
نوموړي په دغه پيغام کې زياته کړې: دا ډول نيوکې د کابل ښاروالۍ د ښار ښکلا او د پراختيايي پلانونو د پلي کولو اراده تر پوښتنې لاندې نشي راوستلى.
دا په داسې حال کې ده، چې کابل ښاروالۍ د دهن باغ په اړوند څلور لاري کې د ځمکې اته متریزه څلی جوړ کړی، چې د افغانستان نقشې او کچې پرې بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.