تازه خبرونه

په کابل او ولایتونو کې د پاسپورتونو وېش پیل شو

Published

on

(Last Updated On: )

د پاسپورتونو عمومي ریاست له ژمنې سره سم د چارشنبې پر ورځ تائید کړه، چې په کابل او د هېواد په ټولو ولایتونو کې د پاسپورتونو د وېش بهیر بیا پیل شوی دی.

د پاسپورت ریاست چارواکو ويلي، د پاسپورټ د وېش په بهیر کې یې اسانتیاوې زیاتې کړي او کولی شي په یوه ورځ  کې ۵ زره پاسپورتونه ووېشي.

د پاسپورت عمومي ریاست ویاند ويلي؛ د نویو اسانتیاوو له رامنځته کېدو سره به هره ورځ ۵ زره پاسپورتونه ووېشل شي او لومړیتوب به د هغو کسانو وي، چې مخکې یې نوملیکنه کړې ده.

د دې رياست وياند نورالله پتمن زياته کړې؛ لومړيتوب هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې مخکې يې نوم ليکنه کړې او اسناد يې تر څېړنې لاندې دي.

هېوادوال خوښ دي، چې د پاسپورت وېش بیا پیل شو.

دوی وايي، چې د پاسپورت وېش باید ونه درول شي او لومړی ناروغو کسانو ته پاسپورتونه ورکړ شي.

د پاسپورتونو د وېش بهیر د روان کال د تلې په میاشت کې د یولړ ستونزو له کبله ودرول شو او دغو ستونزو څلور میاشتې وخت ونیو.

د پاسپورت د کتابچو کموالی یوه لویه ستونزه وه؛ خو اوس د پاسپورت ریاست وايي، چې پریمانه کتابچې یې ترلاسه کړي او له دې اړخه کومه کومه ستونزه نلري.

Trending

Exit mobile version