تازه خبرونه
په کابل او ننګرهار کې له بېلابېلو بریدوړنو پېنځه پولیس وژل شوي

(Last Updated On: )
د سې شنبې پر ورځ امنیتي چارواکو څرګنده کړې، چې له تېرو ۱۲ ګړیو راپدیخوا په کابل او ننګرهار ولایتونو کې لږ تر لږه پېنځه پولیس وژل شوي او یو ټپي دی.
د سې شنبې پر ورځ د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د ارغندې واټ په اړوند سیمه کې د ناڅرګندو وسلوالو په برید کې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي دی.
پولیسو د پېښې په اړه د پلټنو له پیلېدو ډاډ څرګند کړی دی.
دغه راز د یو شمېر سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دوه یم برید، چې د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د دوشنبې پر شپه وسلوالو طالبانو د امنیتې ځواکونو پر پوسته تر سره کړی؛ څلور سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.
ځايي چارواکو د پیښې په اړه څه ندي ویلي.
تر دې دمه هیچا هم د دغو بریدونو مسوولیت ندی منلی.