تازه خبرونه

په ژنیو کنفرانس کې پر اوربند ټینګار څرګند شو

Published

on

(Last Updated On: )

د ژنیو دوه ورځني کنفرانس د “سولې، سوکالۍ او ځان بسیاینې” تر سرليک لاندې په رسمي بڼه پیل شو او د ۷۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازیو په کې د راتلونکیو څلور کلونو لپاره د مالي مرستو د دوام په اړه انلاین بحث او خبرې وکړې.

دغه دوه ورځنی کنفرانس د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر پر وینا پیل او څرګندوي، چې دا مهال د تاوتریخوالي کمول د افغانستان لپاره لومړیتوب دی.

اتمر ویلي: مونږ له خپلو نړیوالو، سیمه ییزو همکارانو او ملګرو ملتونو څخه خبرو ته د زمینې له برابرولو مننه کوو. په هر حالت کې مو لومړیتوب د تاوتریخوالي کمول دي.

نوموړي زیاته کړې: د سولې بهیر پایلې باید د افغانستان د خلکو  پر غوښتنو راوڅرخي او نړیوالې ټولنې ته هم د منلو وړ وي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ وروستۍ پایله د متحد، خپلواک او دیموکراتیک افغانستان لرل دي، چې په کې سوله او ثبات ونه ګواښل شي.

د جنیوا غونډې ته په وینا کې میرمن رولا غني ویلي، چې طالبانو پر افغان ځواکونو بریدونه ډېر کړي دي.

میرمن غني ویلي: حکومت ټول امتیازات ورکړل؛ خو طالبانو تاوتریخوالی، وژنې ګړندۍ کړۍ او له تروریستي ډلې سره یې خپلې اړیکې خوندي کړې دي.

نوموړې څرګنده کړې؛ مونږ سوله غواړو، سوله مو خوب دی. مونږ ته سوله ارزښت لري؛ خو موږ به د اساسي قانون اصولو او د جمهوریت ارزښتونو ته هم درناوی کوو.

دا په داسې حال کې ده، چې  د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشرې مشیل باشلت په افغانستان کې له ښکېلو لوریو غوښتي، چې د ملکي زیانونو مخنیوی وکړي، عامه ځایونو موخه ونه ګرزوي، د ښځو ونډه  اخیستنه ډاډمنه کړي، مدني فضا ډاډمنه او خوندي او د جګړې قربانیانو اړتیاوې پر ګوته او په هېواد کې عدالت رامنځته کړي.

Trending

Exit mobile version