کوید۱۹
په چک جمهوریت کې د کرونا ویروس ورځنی شمېر له ۲۰۳۱۵ ډېر ثبت شوی

(Last Updated On: )
د چک جمهوریت د جمعې پر ورځ پر کرونا ویروس د ۲۰۳۱۵ کسانو د اخته کېدو راپور خپور کړ، چې په تېرو دوه میاشتو کې د ورځني شمېر د اوونیو لومړنی کمښت ښيي.
دا په داسې حال کې ده، چې روغتونونه یې اوس له خلکو ډک او حکومت محدودیتونه سخت کړي دي.
رویټرز راپور ورکړی ، چې د تېره اوونۍ پهمدې ورځ دغه ۱۰ اعشاریه اووه میلیوني هېواد پر کرونا ویروس د ۲۲۹۵۷ مثبتې پېښې ثبت کړې وې.
که څه هم د تېرې ورځې په پرتله د جمعې پر ورځ په روغتونونو کې د بستر شویو کسانو شمېر ۶۱۶۹ ته راټیټ شو؛ خو په تېرو درې اوونیو کې د درملنې وړ خلکو شمېر دوه چنده شوی او هغو، چې بېړنی حالت نه درلود بستر شوي ندي.
د چک حکومت امر وکړ، چې بارونه او چایخونی باید د شپې پر ۱۰ بجو وتړل شي او د ډېرو پېښو د مخنیوي په هڅه کې د کرسمس پر بازارونه هم محدودیتونه لګېدلي دي.