روغتيا
په پیل شوي ګوزڼ ضد کمپاین کې به له ۳ میلیون ډېر ماشومان واکسین شي
رویټرز راپور ورکړی، چې د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو له ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) پرون دوشنبه د لړم ۱۷ په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل کړ.
دا لومړی ځل دی، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلیږي.
د روغتیا نړیوال سازمان د بېړنیو خدماتو همغږي کوونکي نیک ولي شاه مومن ویلي؛ دغه کمپاین د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې پیل شوی، خو د مسلکي کسانو لږوالي ګڼې ستونزې جوړې کړې دي.
مومن زياته کړې، چې د دغه پروګرام د عملي کولو په لاره کې خنډونه شته دي.
روغتیایي اداره څرګندوي؛ تمه ده، چې په دې څلور ورځني کمپاین کې به له ۳ میلیون ډېر ماشومان، چې عمرونه یې له پېنځه کلونو لږ وي، واکسین شي.
اسلامي امارت د امریکا تر چتر لاندې د حکومت پر مهال د افغانستان په ځینو سیمو کې د ګوزڼ واکسین له کمپاین سره مخالفت کړی و.