تازه خبرونه

په پکتیکا، غزني او کندهار ولایتونو کې طالبانو ته درانده ځاني زیانونه اوښتي

Published

on

(Last Updated On: )

د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ په پکتیکا، غزني او همدارنګه د بهرنیو ځواکونو پر هوایي بریدونو په کندهار ولایتونو کې ۴۷ وسلوال جنګیالي وژل شوي دي.

د تندر ۲۰۳ قول اردو ویاند ایمل مومند آریانا نیوز ته ویلي، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه د دې ولایت د اورګون ولسوالۍ د شیخان د اړوند سیمې پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ.

مومند زیاته کړې، چې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ۸ وسلوال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

یادې قول اردو په غزني ولایت کې هم د اته وسلوالو طالبانو له وژل کیدو خبر ورکړی دی.

د دغې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ وسلوالو طالبانو تېره شپه د دې ولایت د عاشقوال، آرزو خورد او آرزو کلان پر اړوند سیمو وسلوال بریدونه تر سره کړي، چې په کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ۸ وسلوال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.  

دغه راز د کندهار ولایت امنیه قومندان تادین خان ویلي، چې طالبانو تېره شپه د تخته پل ولسوالۍ پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل، چې ورسره په نښته کې د بهرنیو ځواکونو پر هوايي بریدونو ۲۰ وسلوال طالبان ووژل شول.

تادین خان زیاته کړې، چې د دې ولایت د ارغستان ولسوالۍ د توغړه په اړوند سیمه کې د امنیتي ځواکونو له کمینه لږ تر لږه ۱۰ وسلوال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.  

د نوموړي د څرګندونو له مخې په دواړو پېښو کې اته پولیس هم وژل شوي دي.

طالبانو تر دې دمه د اړوند پېښو په اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version