تازه خبرونه

په پکتیا کې د مولوي جلاالدین حقاني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

Published

on

(Last Updated On: )

په پکتیا کې د مولوي جلال الدین حقاني د کورنۍ غړیو ویلي؛ په دې ولایت کې به د (حقاني مدرسې) له جوړېدو وروسته هېوادوال نور د دیني زدکړو لپاره ګاونډ هېوادونو ته نه ځي او دینې او عصري زدکړې به همدلته ترسره کیږي.

د مولوي جلال الدین حقاني مدرسه په مرکز ګردېز ښار کې د یوه سوداګر پر مالي لګښت په څلور جریبه ځمکه کې جوړیږي. د دې مدرسې له جوړېدو وروسته به نور افغانان اړ نه وي، چې دیني زدکړو لپاره پاکستان، ایران او سعودي عربستان ته ولاړ شي. په دې مدرسه کې به د دیني زدکړو تر څنګ عصري زدکړې هم ترسره کیږي.

د مولوي جلال الدین حقاني وراره اسحاق حقاني وایي: نور به زدکوونکي نه پاکستان ته ځي، نه ایران ته او نه هم سعودي عربستان ته. په دې مدرسه کې یو داسې بنیاد ږدو، چې انګلیسي، عربي او د نورو ژبو تدریس هم وشي. دلته کمپیوټري زدکړې هم غواړو او هڅه مو دا ده، چې عصري او دیني زدکړې په کې یو ځای شي.

د پکتیا اوسيدونکي د یادې مدرسې له جوړولو خوښ دي او وايي، چې راتلونکي ماشومان به مو وکولی شي په کور د ننه دیني زدکړو ته لاسرسی ومومي او د ټولنې لپاره د خدمت مصدر وګرځي.

د پکتیا اوسيدونکی لالي ځدراڼ ویلي: ډېري ځوانان بې کاره دي او په ټولنه کې د یوه داسې مرکز جوړېدل اړین ول. مونږ مسلمانانو یو او باید، چې دیني زدکړې تر لاسه کړو. نوي ځوانان په کې وروزل شي، چې ټولنې ته خدمت وکړي.

دپکتیا طارق نومی اوسېدونکی وایي: پکتیا ته د اسلامي امارت له راتګ وروسته دا یو لوی اقدام دی. مونږ په پکتیا کې داسې مدرسه نه لرله، چې مونږ په کې خپل ماشومان روزلي وای او نورو هېوادنو ته نه وای تللي. هرڅه مشکل، چې مونږ ته جوړېږي له ګاونډ هېوادونو را جوړېږي دا یو ډېر نیک کار وشو.

دینې عالمان له خلکو غواړي، چې دې مدرسې ته خپل اولادونه ولیږي، چې په هېواد کې دننه په ښه ډول زدکړې تر لاسه کړي.

د پکتیا عالم مولوي احمد وایي: دا یوه ډېره ښه زمینه برابره شوه؛ نور به مونږ د دیني زدکړو مسافر زدکوونکي ونلرو. د دې مدرسې له جوړېدو سره به هېوادوال خپل ماشومان دې مدرسې ته را ولېږي، چې ښې زدکړې تر لاسه کړي.

د مولوي جلاالدین حقاني دیني مدرسه د شمالي وزیرستان په میرانشاه سیمه کې ده، چې زرګونه دیني علمان یې روزلي دي. د حقاني د کورنۍ غړي وايي، چې د دې مدرسې څانګې به د هېواد ډېرو نورو ولایتونو ته هم وغزوي، چې راتلونکي نسلونه پر دینې زده کړو سمبال شي.

Trending

Exit mobile version