Connect with us

تازه خبرونه

په پنجشېر کې د زندان جوړولو چارې پيل شوې

د پنجشېر والي محمد اغا حکيم په دې اړه جوړو شويو مراسمو ته ويلي، چې دغه زندان به د بهارک بازارک په يوولس جريبه ځمکه کې د ١٢ ميليون او ٩٠٠ زره افغانيو پرلګښت جوړ شي.

خپور شوی

د

د پنجشېر ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست ويلي، چې نن (دوشنبه د تلې شپاړلسمه) سيمه‌ييزو چارواکو په بازارک کې د دغه ولايت د مرکزي زندان د بنسټ ډبره کېښوده.

د پنجشېر والي محمد اغا حکيم په دې اړه جوړو شويو مراسمو ته ويلي، چې دغه زندان به د بهارک بازارک په يوولس جريبه ځمکه کې د ١٢ ميليون او ٩٠٠ زره افغانيو پرلګښت جوړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ لومړی د پنجشېر مرکزي زندان څلور دیواله، امنيتي برجونه او د اوبو رسولو سيسټم جوړیږي او په راتلونکي کال کې به د بنسټیزو ودانیو پر جوړولو کار پيل شي.

ویل کیږي، چې دغه زندان به د زرګونه بندیانو د ځایېدو وړتیاوې ولري.

تازه خبرونه

د کرنې وزارت چارسمبالي له  ایراني پلاوي سره وکتل 

په دې لیدنه کې دواړو لوریو پر کرنه، مالدارۍ، د خوراکي توکو پر صادراتو او وارداتو، د افغانستان د کرنې وزارت د کارکوونکیو پر روزنه او ګډو پانګونو ټینګار وشو. 

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارسمبالي عطاءالله عمري په کابل کې له یوه ایراني  پلاوي سره د کرنې او مالدارۍ پر بېلابېلو خواوو دوه اړخیزې کړې دي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د ایران په پلاوي کې، چې مشري یې د سیستان او بلوچستان والي محمد کرمي کوله د والي سیاسي او امنیتي مرستیال علیرضا مرحمتي، د اقتصادي همغږۍ مرستیال داود شهرکي، د ودانیزو چارو مرستیال منصور بیجار، د ایران د پارلمان غړیو محمد سرګزي او فرهاد شهرکي او په کابل کې د ایران سفارت مرستیال غلام‌رضا نجاري ګډون درلود.

 د خبرپاڼې له مخې؛ کرنې د جهاد ټولنې رییس علیرضا دهمرده او د ایران د کرنې وزارت سلاکارانو هم په دې ناسته کې حضور درلود. 

په دې لیدنه کې دواړو لوریو پر کرنه، مالدارۍ، د خوراکي توکو پر صادراتو او وارداتو، د افغانستان د کرنې وزارت د کارکوونکیو پر روزنه او ګډو پانګونو ټینګار وشو. 

عطاءالله عمري ایراني پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال هیله وښوده، چې افغانستان به وکولی شي د ایران له علمي او فني تجربو او لاسته راوړنو ګټه پورته کړي.

هغه همدارنګه په راتلونکي کې د دې همکاریو د عملي کولو لپاره د ګامونو اخیستلو پر اړتیا هم ټینګار وکړ. 

ایراني پلاوي د خپل سفر موخه په کرنه او مالدارۍ کې د دوه اړخیزو همکاریو پیاوړي کول، افغان زده‌کړیالانو ته د ښوونیزو بورسونو ورکول او د صادراتو او وارداتو زیاتول اعلان کړل.

دغه راز دې پلاوي په کب نیونه، کرنه، بڼوالۍ، د پرمختللیو لابراتوارونو جوړولو او د څېړنیزو فارمونو په برخه کې د ایران لاسته راوړنې یادې کړې او په دې برخو کې یې د همکاریو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ. 

ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د کرنې وزارت مرستیال صدراعظم هم ګډون درلود او دواړو لوریو په ټولو برخو کې د همکاریو د پراختیا لپاره د خپل هېواد چمتووالی څرګند کړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

د روان کال تر پایه به دوه میلیون ناقانونه کډوال له ایران وایستل شي

رادان د ایران له یوه ټلویزیون سره په مرکه کې هغو مهاجرینو ته، چې قانوني اسناد نلري د روان کال تر پایه خپلو هېوادونو ته د ستنېدو وخت ورکړی دی.

Published

on

د ایران د پولیسو عمومي قومندان احمد رضا رادان یو ځل بیا له دې هېواده د مهاجرینو پر جبري ایستلو او  شړلو ټینګار کړی او وایي، چې د روان زېږدیز کال تر پایه به له ایران څخه دوه میلیون بې اسناده مهاجرین وشړل شي.

رادان د ایران له یوه ټلویزیون سره په مرکه کې هغو مهاجرینو ته، چې قانوني اسناد نلري د روان کال تر پایه خپلو هېوادونو ته د ستنېدو وخت ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې تر اوسه له ایران څخه څه باندې ۷۵۰ زره غیر قانوني مهاجرین ایستل شوي دي او د روان لمریز کال تر پایه به دغه شمېر دوه میلیونه ته ورسیږي.

رادان ویلي: یوازې سږ کال له ایران څخه څه باندې ۵۰۰ زره ناقانونه کډوال نیول شوي او شړل شوي دي او په پایله کې ۲۵۰ زره نور په خپله خوښه له هېواده وتلي دي.

له ایران څخه د افغان مهاجرینو ډله‌ییز ایستل د بشري حقونو د ټولنو اندېښنې راپارولي دي. په داسې حال کې، چې د ایران او افغانستان تر منځ د دې مسلې پر سر تاوتریخوالی مخ پر زیاتیدو دی؛ نړیوالو بنسټونو له دواړو حکومتونو غوښتي: په خبرو کې دې ښکېل شي او داسې یوه حل لار دې ومومي، چې امنیت او عزت ډاډمن شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د خوړو نړیوال پروګرام له دوه میلیون ښځو سره نغدي مرسته وکړه

دې پروګرام د نغدي مرستو د پیسو کچه په ډاګه کړې نده.

Published

on

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام څرګنده کړې؛ له تېرو ۹ میاشتو راپدېخوا یې په افغانستان کې له څلور میلیون کسانو سره، چې دوه میلیون یې ښځې دي د یاد پروګرام له لارې نغدې مرستې کړې دي.

دې پروګرام د نغدي مرستو د پیسو کچه په ډاګه کړې نده.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام تېره ورځ ( د تلې پېنځلسمه) په اېکس پاڼه کې لیکلي؛ د دغه پروګرام له لارې له څلور میلیون افغانانو سره نغدي مرستې شوې، چې نیمايي یې ښځې دي.

د دې پروګرام د څرګندونو له مخې؛ دغه نغدې مرسته خلکو ته دا ځواک وربښي، چې د اړتیا وړ توکي پخپله ځانته چمتو کړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام د روان کال په زمري کې ویلي وه، چې په افغانستان کې ۱۲ میلیون وګړي نه پوهیږي، چې د بل وخت خواړه له کومه ځایه ترلاسه کړي.

دې پروګرام دا هم ویلي، چې په افغانستان کې څلور میلیون شېدې خوړونکي ماشومان او اومیدوارې ښځې پر خوراځواکۍ اخته دي.

ویل کیږي، چې په افغانستان کې ډېري ماشومان د «چای او وچې ډوډۍ» پر خوړولو ژوند کوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!