تازه خبرونه
په پنجشېر کې د داوطلبۍ له لارې ۵ زره ۱۴ قیراطه زمرد وپلورل شول
د پنجشېر ولایت د مقام ویاند سیف الدین لټون زیاته کړې؛ نن د پنجشېر ولايت په مقام کې د څه نا څه ۱۵۰ سوداګرو په ګډون داوطلبۍ وشوه او ياد شمېر استخراج شوي زمرد پر کورنيو سوداګرو وپلورل شول.
په پنجشېر کې نن سې شنبه ( د لړم پېنځلسمه ) د داوطلبۍ له لارې (۵۰۱۴) قیراطه زمرد پر ۲۴۵ زره ۵۰ امريکایی ډالرو وپلورل شول.
د پنجشېر ولایت د مقام ویاند سیف الدین لټون زیاته کړې؛ نن د پنجشېر ولايت په مقام کې د څه نا څه ۱۵۰ سوداګرو په ګډون داوطلبۍ وشوه او ياد شمېر استخراج شوي زمرد پر کورنيو سوداګرو وپلورل شول.
سوداګرو ويلې: په پنجشېر ولایت کې زمردو ته د بازار موندنې وروستيو هڅو د دې زمینه برابره کړې، چې د دې ولایت زمرد په نړيوالو بازارونو ېښه وځلیږي.
ویل کیږي، چې په پنجشېر ولایت کې د استخراج او داوطلبۍ بهیر نه یوازې بریالی روان دی، بلکې د پانګونې تر څنګ یې ځوانانو ته هم کاري زمینه برابره کړې ده.
تازه خبرونه
مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جاپان له سفیر سره وکتل
در این ملاقات موضوعات مهمی درباره وضعیت مهاجرین افغان و همکاریهای دو جانبه مورد بحث قرار گرفت.
په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو له چارسمبالي وزیر مولوي عبدالکبیر سره وکتل.
په دې ناسته کې د افغان کډوالو د وضعیت او دوه اړخیزو همکاریو په اړه پر اړینو مسلو خبرې وشوې.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ د جاپان سفیر په دې ناسته کې ټینګار کړی، چې په تېر کال کې له ایران او پاکستان څخه له راستنو شویو کډوالو سره ۱.۵ میلیون ډالر مرسته شوې وه.
دغه راز نوموړي د راستنېدونکو لپاره د اسانتیاوو او همکاریو پر برابرولو هم ټینګار وکړ.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارسمبالي مولوي عبدالکبیر له افغانستان سره د جاپان له مرستو ستاینه کړې او ټینګار کوي، چې دا مرستې باید سیاسي اړخ ونلري.
هغه د ګاونډ هېوادونو لخوا د افغان کډوالو د ایستلو د پروسې د درولو غوښتنه وکړه او له هغوی یې وغوښتل؛ کډوالو ته دې اجازه ورکړي، چې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي.
نوموړي د راستنېدونکو کډوالو او داخلي بې ځایه شویو کسانو ستونزمن وضعیت ته هم نغوته( اشاره) وکړه او وایي: "دا خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او دا اړینه ده، چې مرستندویه بنسټونه ورته بېړنۍ هڅې و کړي."
تازه خبرونه
واشنګټن به غزه ونیسي او مالکیت به یې تر لاسه کړي – ټرمپ
د امریکا ولسمشر د اسرائیلو له لومړي وزیر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې ويلي، چې واشنګټن به د غزې تړانګې کنټرول او مالکیت په خپل لاس کې واخلي او فلسطینیان باید له غزې څخه وشړل شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سېشنبې پر ورځ (د سلواغې شپاړلسمه) ویلي، چې امریکا د غزې تړانګې د "اوږدمهاله مالکیت" په لټه کې ده. هغه له دې مخکې ویلي وه، چې د غزې فلسطیني اوسیدونکي باید اردن، مصر یا نورو هېوادونو ته ولاړ شي او په دې هېوادونو کې به ښکلي استوګنځایونه ولري.
د امریکا ولسمشر د اسرائیلو له لومړي وزیر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې ويلي، چې واشنګټن به د غزې تړانګې کنټرول او مالکیت په خپل لاس کې واخلي او فلسطینیان باید له غزې څخه وشړل شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي: "امریکا به د غزې کنټرول په لاس کې واخلي او مونږ به ورسره ډېر کارونه وکړو. مونږ به غزه ولرو او ټولې کنډوالې به بیا رغوو او یوه پرمختللې سیمه به جوړه کړو، چې ډېرې دندې به برابرې کړي. له اشغال او بیارغونې وروسته به د نړۍ د ټولو خلکو استازي هلته د یو نړیوال ځای په توګه ژوند وکړي. فلسطینیان به وکولی شي د اردن او مصر ګاونډ هېوادونو ته ولاړ شي."
د غزې تړانګې د نیولو او د هغې د اوسیدونکو د ایستلو په اړه د ټرمپ څرګندونې د امریکا دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې دي.
سعودي عربستان اعلان کړی، چې د فلسطیني دولت د جوړولو په اړه یې دریځ ثابت او د خبرو اترو وړ ندی.
د حماس یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، چې د ټرمپ څرګندونې به په سیمه کې اور ولګوي او هغه یې وغندلې.
په ملګرو ملتونو کې د فلسطین سفیر ویلي، چې غزه د فلسطین برخه ده او فلسطینیان به خپل ټاټوبی نهپریږدي، حتا که هغه ویجاړه هم وي.
په ملګرو ملتونو کې د فلسطین سفیر ریاض منصور وایي: "د غزې تړانګه؛ زمونږ هېواد او زمونږ کور او د فلسطین یوه برخه ده. هغه کسان، چې غواړي د غزې اوسیدونکي بل ځای ته واستوي باید دوی ته اجازه ورکړي، چې په اسرائیل کې دننه خپلو اصلي کورونو ته ستانه شي. هلته ښه ځایونه شته او دوی به په لیوالتیا سره بېرته ستانه شي؛ خو په هر حالت کې، زمونږ وطن زمونږ وطن دی.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له فلسطینانو پرته بل څوک د غزې د راتلونکې په اړه پریکړه نشي کولی.
دغه راز سعودي عربستان یوه اعلامیه خپره او ټینګار یې کړی، چې د فلسطیني دولت د جوړولو په اړه یې دریځ کلک او نه بدلېدونکی دی او د فلسطینیانو د بې ځایه کولو د هرې هڅې مخالفت کوي.
د سعودي بهرنیو چارو وزارت ویلي: "سعودي عربستان د فلسطیني خلکو د مشروع حقونو هر ډول سرغړونه کلکه رد کړه. که هغه د اسرائیلو د میشت ځایونو د پالیسیو له لارې وي، که د فلسطیني ځمکو اشغال وي او یا د دوی له ځمکې څخه د فلسطینيانو د بې ځایه کولو هڅې وي. سربېره پردې د یو خپلواک فلسطیني دولت له جوړولو پرته به د ریاض او اسرائیلو ترمنځ هیڅ ډول ډیپلوماټیکې اړیکې نهوي."
د سپینې ماڼۍ شاوخوا د اسرائیلو د ملاتړ او د غزې د امریکا د اشغال پر ضد احتجاجي غونډې هم ترسره شوې دي.
اسټرالیا، چې د امریکا یو متحد دی دا هم ویلي، چې د غزې په اړه د کینبرا دریځ د ټرمپ لخوا د سیمې د کنټرول د پلان له اعلان وروسته نهدی بدل شوی او دا، چې آسټرالیا د فلسطین لپاره د دوه دولتونو د حل ملاتړ ته دوام ورکوي.
ویل کیږي، چې د غزې په اړه د ټرمپ څرګندونې په امریکا کې د یو شمېر جمهوري غوښتونکو له هرکلي سره مخ شوي دي همدارنګه د نوموړي خبرې د ډیموکراټانو لخوا له سختو نیوکو سره مخ شوې دي.
تازه خبرونه
د اسماعیلیه شیعه ګانو رهبر کریم آغا خان د ۸۸ کلونو پر عمر مړ شو
آغا خان په ۱۹۳۶ ز. کال کې په سویس کې زېږیدلی و او په ۱۹۵۷ ز. کې د خپل پلار شاه امیر درېیم آغا خان له مړینې وروسته د اسماعیلیانو د څلورم امام په توګه معرفي شو.
د آغا خان بنسټ د خبر پاڼې له مخې؛ د ۱۴۰۳ لمریز لېږدیز کال د سلواغې پر شپاړلسمه / د ۲۰۲۵ زېږدیز کال د فبرورۍ پر څلورمه د اسماعیليه شیعه ګانو نههڅلوېښتم امام او د اسماعیلي مذهب څلورم آغا خان د پرتګال په لیسبون ښار کې د ۸۸ کلونو پر عمر ومړ.
آغا خان په ۱۹۳۶ ز. کال کې په سویس کې زېږیدلی و او په ۱۹۵۷ ز. کې د خپل پلار شاه امیر درېیم آغا خان له مړینې وروسته د اسماعیلیانو د څلورم امام په توګه معرفي شو.
آغا خان د آغا خان پراختیایي شبکې بنسټ ایښودونکی او رییس هم و.
دې بنسټ دا هم ویلي، چې د آغا خان ځایناستی به ډېر ژر اعلان شي.
هغه نه یوازې د یوه مذهبي مشر په توګه، بلکې د خپلو خیریه او بشردوستانه فعالیتونو لپاره هم په ټوله نړۍ کې پېژندل شوی و.
نوموړي د دینونو ترمنځ د خبرو اترو، بشري پراختیا او د بېلابېلو ټولنو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې هم فعاله ونډه لرلې ده.
هغه تل د مذهب، عقیدې یا نژاد پرته د انسانیت پر خدمت ټینګار کاوه.
څلورم آغا خان د آغا خان پراختیایي شبکې بنسټ ایښودونکی و، چې په نړۍ کې یو له لویو او اغېزمنو پرمختیایي شبکو څخه ده. دا شبکه په بېلابېلو هېوادونو کې د روغتیا، تعلیم، اقتصادي پراختیا، کلتور او چاپېریال په برخو کې پروژې پلي کوي.
د آغا خان پراختیایي شبکې او د هغې فرعي شرکتونو هم په افغانستان کې پراخ فعالیتونه درلودل.
دې شبکې په ټولیزه توګه د روغتیا، پوهنې، کلیوالي پراختیا، کوچنیو پورونو، د خصوصي سکټور پراختیا، او د تاریخي ځایونو بیارغونې او ساتنې په برخو کې کار کړی دی.
هغه د ۱۹۳۶ ز. کال د ډسمبر پر دیارلسمه د سویس په ژینیو کې زېږیدلی، یو میلیارډر سوداګر و، چې د نړۍ په ځینو بېوزلو سیمو کې یې پر میلیونونو خلکو پانګونه کړې وه.
-
تازه خبرونه3 days ago
په پاکستان کې د افغان مهاجرو شمېر ۲.۹ میلیون اعلان شو
-
تازه خبرونه3 days ago
د USAID اوبپاڼه آفلاین ښکاره شوه
-
نړۍ3 days ago
نتانیاهو له ټرمپ سره د اړیکو ټینګولو لپاره واشنګټن ته ولاړ
-
سوداگري4 days ago
د جلغوزو له سکټور څخه د ملاتړ لپاره یوه اتحادیه جوړیږي
-
تازه خبرونه2 days ago
افغانستان د ماین پاکۍ لپاره ۲۱ میلیون ډالرو ته اړتیا لري
-
د هوا حالاتو بدلونونه3 days ago
د آسټرالیا په شمال ختیځ کې سیلابونو یو کس مړ کړی او زرګونه نور بې ځایه شول
-
تازه خبرونه12 hours ago
د اسماعیلیه شیعه ګانو رهبر کریم آغا خان د ۸۸ کلونو پر عمر مړ شو
-
تازه خبرونه11 hours ago
واشنګټن به غزه ونیسي او مالکیت به یې تر لاسه کړي – ټرمپ