تازه خبرونه

په پاکستان کې وروستیو سېلابونو افغانستان ته د مرستو رسولو بهیر ګډوډ کړی

Published

on

په پاکستان کې د خواړو د نړیوال پروګرام مشر ویلي، نه یوازې په پاکستان کې د خوراکي توکو له کمښته اندېښمن دی، بلکې سېلابونو په افغانستان کې د مرستو رسولو پر بهیر هم منفي اغېز کړی دی.

په افغانستان کې سېلاب ځپلي خلک جدي مرستو ته اړتیا لري،؛ خو ملګري ملتونه وايي، چې په پاکستان کې سېلابونو افغانستان ته د مرستو رسولو بهیر ګډوډ کړی دی.

له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سیلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

په ځینو سیمو کې سیلابونو خلک بې کوره کړي دي.

په پاکستان کې د خواړو د نړیوال پروګرام مشر ویلي، دوی نه یوازې په پاکستان کې د خوراکي توکو له کمښت اندېښمن دي، بلکې په افغانستان کې د مرستو رسولو پر بهیر د سېلابونو منفي اغېز د دوی لپاره د اندېښنې لامل ګرځېدلی دی.

د یو شمېر د څرګندونو له مخې؛ دا مهال په پاکستان کې لارې ویجاړې دي او دې وضعیت افغانستان ته د مرستو لېږد ډېر ستونزمن کړی دی.

په پاکستان کې د خوراک د نړیوال پروګرام مشر کریس کایي وایي: افغانستان ته د مرستو رسولو لپاره پاکستان ډېره مهمه لار ده؛ ځکه، چې د دې مرستو یوه لویه برخه لومړی د کراچۍ بندر ته رسيږي او بیا افغانستان ته لېږدول کېږي. اوسمهال په پاکستان کې لارې ویجاړې دي او دغه وضعیت د مرستو د لیږد بهیرستونزمن کړی دی.

د افغانستان یو شمېر اوسېدونکي، چې وروستیو سېلابونو ځپلي دي له حکومت، ملي او نړیوالو مرستندویه بنسټونو څخه د پوره مرستو غوښتنه کوي.

د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند محمد نسیم حقاني وايي، چې په هېواد کې د وروستیو طبیعي پېښو د زیانمنو شویو د ستونزو د اواري لپاره لا زیاتو مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې سېلابونو ۱۲۰ زره کسان ټپیان کړي او زرګونه کورونه یې ویجاړ کړي دي.

Trending

Exit mobile version