Connect with us

سیمه ییز خبرونه

په پاکستان کې د مذهبي شخړو د مړو شمېر له ۱۳۰ پورته شو

د کرمې سیمه‌ییز چارواکي وجد حسين ويلي، چې د دغې سيمې د شيعه او سني اوسېدونکیو ترمنځ د شخړې د مخنيوي هڅې تر اوسه کوم ځاى ته ندي رسېدلي.

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د افغانستان پولې ته نږدې د پاکستان د خيبرپښتونخوا په کرمه سيمه کې يو سيمه‌ييز چارواکي ويلي، چې په دې سيمه کې د وروستيو مذهبي شخړو د مرګ او ژوبلې شمېر ۱۳۳ ته رسيدلې دی.

د کرمې سیمه‌ییز چارواکي وجد حسين ويلي، چې د دغې سيمې د شيعه او سني اوسېدونکیو ترمنځ د شخړې د مخنيوي هڅې تر اوسه کوم ځاى ته ندي رسېدلي.

په کرمه کې اکثره وسلوال شیعه او سني مسلمانان له لسیزو راپدېخوا د ځمکې او نورو محلي شخړو پر سر د ډلو ټپلو شاهدان دي.

دغه وروستۍ نښتې د لیبندۍ پر لومړۍ له پاراچنار څخه پېښور ته پر لاره د شيعه زيارت کوونکیو پر موټرو د وسلوالو له بريد سره پيل شوې، چې له کبله يې لږ تر لږه ۴۳ کسان وژل شوي دي.

تېره یکشنبه د حکومت مخالفو ډلو د یوه حکومتي پلاوي پر منځګړتوب اووه ورځني اوربند ته غاړه کیښوده؛ خو د سیمه‌ییزو چارواکو پر وینا دا نښتې اوس هم روانې دي.

د کرمې ولسوالۍ یوه سیمه‌ییز چارواکي وجد حسین ویلي: سیمه‌ییز حکومت او نورو اړوند چارواکو د دواړو ډلو ترمنځ د جګړې د بندولو هڅې پیل کړې؛ خو تر اوسه کوم پرمختګ ندی شوی.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین خان ګنډاپور د شنبې پر ورځ د دې سیمې له رهبرانو او قومي مشرانو سره وکتل.

د شنبې په ورځ ناوخته د هغه د دفتر څخه په خبرپاڼه کې ګنډاپور ویلي: هر څوک، چې وسله پورته کوي د ترهګرو په توګه به ورسره چلند وشي او د دوی برخلیک به د ترهګرو برخلیک وي.

هغه زياته کړې، چې امنيتي ځواکونه به په سيمه کې پاتې شي.

د سیمې اوسېدونکیو او چارواکو ویلي، لویه لار، چې د کرمې ولسوالۍ له مرکز پاراچنار سره نښلوي د خیبر پښتونخوا له مرکز پېښور سره تړلې او روغتونونو ته د ټپیانو په لېږدولو کې یې ننګونې رامنځته کړې دي.

د پاراچنار د روغتون مسوول ميرحسن ويلي، چې د تاوتريخوالي په ترڅ کې د شاوخوا ۱۰۰ ټپيانو درملنه روانه ده او ٥٠ مړي ترلاسه شوي دي.

شیعه ګان د پاکستان د ۲۴۰ میلیون نفوسو شاوخوا ۱۵ سلنه جوړوي. پاکستان په تېرو وختونو کې د ډېرو مذهبي بریدونو شاهد دی.

د شیعه او سني ټولنو تر منځ تاوتریخوالی له لسیزو راپدېخوا په ځینو سیمو کې شتون لري. په ځانګړي توګه د خیبر پښتونخوا د کرمې سیمې په شیعه اکثریت سیمو کې.

د روان کال په جولای میاشت کې له دواړو خواوو تر منځ د ځمکې پر سر د شخړې له کبله نږدې ۵۰ کسان ووژل شول.

اسوشېټېډ پرس په خپل یوه راپور کې ویلي، چې د سنیانو او شیعه ګانو ترمنځ نښتې لومړی د جولای په میاشت کې پیل شوې وې؛ خو بیا دغه اختلافات پر مذهبي تاوتریخوالي بدل شول، چې تر اوسه په کې لسګونه کسان وژل شوي دي.

سیمه ییز خبرونه

لاوروف پر سیمه‌ییزو امنیتي او بېلابېلو مسلو د خبرو لپاره ازبکستان ته ځی

تاس خبري سرچینې راپور ورکړی، چې د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي؛ تمه ده، چې لاوروف به د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایوف او د دې هېواد بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف سره بحث او خبرې وکړي.

Published

on

Lavrov in Uzbekistan
(Last Updated On: )

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به روانه اوونۍ د ازبکستان له حکومتي چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو، یوریشیا ادغام او د نازي جرمني پر وړاندې د بریا د اتیایمې کلیزې لپاره پر چمتووالي خبرې وکړي.

تاس خبري سرچینې راپور ورکړی، چې د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي؛ تمه ده، چې لاوروف به د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایوف او د دې هېواد بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف سره بحث او خبرې وکړي.

زاخارووا وایي، چې “دواړه خواوې به د متقابلو ګټو، اوسنیو نړیوالو مسلو، سیمه‌ییزو امنیتي مسلو، د خپلواکو ګډو ګټو هېوادونو، شانګهای همکاریو ټولنې، مرکزي آسیا- روسیې، د مسکو او تاشکند د چلندونو ترمنځ پر نږدېوالی او همکاریو بحث وشي.”

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په تېر ډسمبر کې له (CIS) مشرانو سره د خپلو غونډو په بهیر کې دوی ته بلنه ورکړه، چې په مسکو کې د بریا د ورځې په مراسمو کې ګډون وکړي، چې ټاکل شوې د می پر نهمه ترسره شي.

همدارنګه، د ۱۹ ملګرو هېوادونو نظامي واحدونو ته بلنه ورکړ شوې، چې د سره چوک په پوځي ننداره کې برخه واخلي. د دې هېوادونو نوملړ تر دې دمه ندی خپور شوی؛ خو ازبک سرتېرو پېنځه کاله دمخه په هېوادنۍ جګړې کې د بریا د پېنځه اویایمې کلیزې پر مهال په سره چوک کې لاریون وکړ.

ازبکستان په دودیزه توګه د بریا د ورځې ډېری جشنونه او کمپاینونه ترسره کوي.

دغه راز د روسیې بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی؛ مسکو او تاشکند “جوړونکې، درناوي وړ او متقابلې ګټورې اړیکې لري، چې د دوستۍ، حاکمیت، مساوات او د یو بل ګټو ته د درناوي پر بنسټ ولاړې دي.”

دواړه خواوې په فعاله توګه په سوداګرۍ، انرژۍ، ساینس او ​​بشري چارو کې همکاري کوي.

دوی به کاري مهاجرانو ته ځانګړې پاملرنه وکړي؛ ځکه، چې شاوخوا ۱.۱میلیون ازبک وګړي د روسیې په بېلابېلو سکټورونو کې کار کوي.

د تاس د راپور له مخې، په خبرو اترو کې به د افغانستان موضوع هم وي؛ ځکه، چې د دواړو هېوادونو لپاره یوه اړینه موضوع ده.

تمه ده، چې په سمرقند کې لاوروف له ازبک چارواکو سره د لیدنو په لړ کې پر نورو سیمه‌ییزو او نړیوالو مسلو هم خبرې وشي.

 

 

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په هندي کشمیر کې وسلوالو له ۲۰ ډېر سیلانیان ووژل

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د پهالګام په اړوند سیمه کې دا برید وغانده او ژمنه یې وکړه، چې بریدګر به عدالت ته راکاږل شي.

Published

on

(Last Updated On: )

د هندي پولیسو یوه لوړپوړي افسر ویلي؛ د سېشنبې پر ورځ (د غویی دوه‌یمه) وسلوالو په هندي کشمیر کې پر سیلانیانو ډزې کړي، چې له کبله یې له ۲۰ ډېر کسان ووژل شول، چې په تېر کال کې د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې تر ټولو ناوړه برید یاد شوی دی.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د پهالګام په اړوند سیمه کې دا برید وغانده او ژمنه یې وکړه، چې بریدګر به عدالت ته راکاږل شي.

د ګرځندویانو وه لارښود ویلي، چې هغه د ډزو له اورېدو وروسته د پېښې ځای ته ورسید او ځینې ټپیان یې پر آسونو ولېږدول.

پهالګام، چې له سرینګر ښار څخه شاوخوا ۹۰ کیلومټره لرې دی؛ د مسلمان میشتو یو زړهراکښونکی سیاحتي ځای دی، چې د دوبي په موسم کې زرګونه سیلانیان راجلبوي.

“کشمیري مقاومت” نومې یوې لږ پېژندل شوې وسلوالې ډلې په ټولنیزو رسنیو کې د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی. دې ډلې په دې اړه نارضایتي څرګنده کړې، چې له ۸۵ زره څخه ډېر بهرنيان په سیمه کې میشت شوي، چې د دې سیمې په “ډیموګرافیک جوړښت کې د بدلون” لامل شوي دي.

دا برید یوازې یوه ورځ وروسته له هغه وشو چې مودي د امریکا د مرستیال ولسمشر جي ډي وینس سره ولیدل، چې هند ته په څلور ورځني سفر دی.

د کشمیر پخواني وزیر اعلی عمر عبدالله دا برید په وروستیو کلونو کې پر ملکي وګړو تر ټولو لوی برید وباله او ویې ویل: “د دې جرم مرتکبین هغه حیوانات دي، چې له انسانیت او رحم مستحق ندي.”

د هند د کورنیو چارو وزیر آمیت شاه هم اعلان کړی، چې هغه به د پېښې ځای ته سفر وکړي او وایي: “د دې بزدلانه ترهګریز برید مرتکبین به بې سزا پاتې نشي او له سختې سزا سره به مخ شي.”

د یوشمېر راپورونو له مخې ؛ په دې وسلوال برید کې لږترلږه ۲۶ کسان وژل شوي او ګ‌نشمېر نور ټپیان شوي دي. 

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې پر ورځ چین ته سفر کوي

تېره اوونۍ مسکو ته په سفر کې عراقچي دولتي ټلویزیون ته ویلي وه، چې تهران تل د اټومي مسلې په اړه له خپلو روسیې او چینایي ملګرو سره نږدې مشورې کوي.

Published

on

(Last Updated On: )

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د دوشنبې پر ورځ ویلي؛ د سې‌شنبې پر ورځ د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د تهران او واشنګټن د اټومي خبرو اترو له درېیم پړاو خبرو څخه مخکې، چې د شنبې پر ورځ په عمان کې ترسره کیږي؛ چین ته سفر کوي.

تېره اوونۍ مسکو ته په سفر کې عراقچي دولتي ټلویزیون ته ویلي وه، چې تهران تل د اټومي مسلې په اړه له خپلو روسیې او چینایي ملګرو سره نږدې مشورې کوي.

اسماعیل بقايي وایي: “دا طبیعي ده، چې مونږ به د ایران او امریکا د غیر مستقیمو خبرو اترو د وروستیو بدلونونو په اړه له چین سره مشوره وکړو او په دې اړه معلومات وړاندې کړو.

هغه زیاته کړې، چې بیجینګ کولی شي په دې بهیر کې رغنده رول ولوبوي.

د ایران او امریکا د اوږدې مودې دښمنانو د روانې میاشتې په پیل کې د تهران د اټومي پروګرام محدودولو لپاره داسې خبرې اترې پیل کړې،  چې د لویدیځ د څرګندونو له مخې د اټومي وسلو د پراختیا لپاره چمتو دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګوو جیاکون د دوشنبې پر ورځ د عراقچي د راتلونکي سفر په اړه ویلي: “چین او ایران په ټولو کچو او بېلابېلو برخو کې تبادلې او اړیکې ساتلي دي. د یاد شوي ځانګړي سفر په اړه زه اوسمهال د وړاندې کولو لپاره هیڅ معلومات نلرم.”

تهران له اوږدې مودې راپدېخوا دا ډول تورونه رد کړي او په بدل کې یې د امریکا د هغو بندیزونو لرې کول غواړي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د لومړۍ دورې (۲۰۱۷-۲۰۲۱) په بهیرکې لګول شوي وه او د ۲۰۱۵ کال له اټومي تړون څخه وتلی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!