تازه خبرونه
په پاکستان کې د فلسطین پر ملاتړي لاریون چاودنې ۱۹ کسانو ته مرګ و زوبله اړولې

(Last Updated On: )
د پاکستان د بلوچستان ایالت چمن ښار ته نږدې یوې بمي چاودنې لږ تر لږه شپږ کسان وژلي او د یو مذهپي مشر په ګډون یې ۱۳ نور ټپیان کړي دي.
پاکستانيو چارواکو ويلي، چې د لاریون پرمهال له چاودیدونکیو توکو ډک موټر سایکل چاودنه کړې ده.
چارواکو زیاته کړې، چې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا عبدالقادر لوڼي هم په دې چاودنه کې ټپي شوی دی.
تر دې دمه هیچا د برید پړه نده منلې.