تازه خبرونه
په پاکستان کې د شانګهای دوه ورځنۍ غونډه پیل شوه
د شانګهای همکاریو ټولنې د غړیو هېوادونو د مشرانو درویشتمه غونډه په پاکستان کې پیل شوه؛ د ایران، چین، روسیې، بیلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او هند د لومړۍ او دوهیمې درجې چارواکو ګډون کړی دی.
په دې غونډه کې د دې ټولنې غړیو هېوادونو لوړ پوړیو چارواکو ګډون کړی، چې په کې د امنیت او سوداګرۍ په اړه پر سیمهییزو همکاریو خبرې کېږي؛ افغانستان د څارونکي غړي په توګه بلل شوی ندی؛ خو اسلامي امارت وايي، هڅه کوي د دې ټولنې په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.
د اسلامي امارت د څرګندونو له مخې؛ کابل د شانګهای همکاریو ټولنې له ګڼو غړیو سره د ځانګړو میکانیزمونو پر بنسټ دوه اړخیزې اړیکې لري، نو له همدې کبله هڅه کوي په دا ډول غونډو کې ګډون وکړي.
د شانګهای همکاریو ټولنې د غړیو هېوادونو د مشرانو درویشتمه غونډه په پاکستان کې پیل شوه؛ د ایران، چین، روسیې، بیلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او هند د لومړۍ او دوهیمې درجې چارواکو ګډون کړی دی.
په دې غونډه کې به د امنیت، اقتصاد، سوداګرۍ، چاپېریال، ټولنیزو اړیکو او فرهنګي اړیکو په برخو کې د همکاریو او همدارنګه د دغه سازمان د بودجې په اړه خبرې وشي.
د پاکستان لومړي وزیر سلاکار عقیل ملیک وایي: زما په اند د شانګهای همکاریو سرمشریزه د سترو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره یوه ښه هڅه ده. دا زمونږ د مشترکاتو د موندلو او په سیمه کې د امنیت، ثبات او اقتصاد د ښه کولو لپاره یوه لار هم ده. دا ټول کولی شي د سیمهییز ثبات ترلاسه کړي او د دې ټولنې غړي کولی شي، چې په دې برخه کې مرسته وکړي او دې موخو ته ورسیږو.
دغه غونډه، چې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې جوړه شوې وه؛ له درې ورځو راپدېخوا په اسلامآباد کې ښوونځي او کاروبارونه تړلي دي.
افغانستان د دې ټولنې څارونکی غړی دی.
د پاکستان چارواکو ويلي، چې له تېرو درې کلونو راپدېخوا په دې ټولنه کې د افغانستان غړیتوب ځنډول شوی دی.
اسلامي امارت، چې په دې غونډه کې له ګډون پاتې شوی؛ هڅه کوي، چې په راتلونکیو غونډو کې فعال حضور ولري.
د اسلامي امارت مرستیال د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي: کابل د شانګهای د همکاریو ټولنې له ګڼو غړیو سره د ځانګړو میکانیزمونو پر بنسټ دوه اړخیزې اړیکې لري؛ نو له همدې کبله هڅه کوي، چې په دا ډول غونډو کې ګډون وکړي.
دغه غونډه، چې د سختو امنيتي تدابيرو تر سيوري لاندې جوړه شوې؛ په اسلامآباد کې د درې ورځو لپاره ښوونځي او کاروبارونه ودرول شول.
تازه خبرونه
په کابل کې د ایران سفیر د مهاجرینو چارو وزارت له چارسمبالي سره ولیدل
د مهاجرینو او راستنېدونکیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې نن سېشنبه ( د تلې څلیریشتمه ) دواړو لوریو د مهاجرینو پر وضیعت، کار، استوګنې او تعلیمي ستونزو خبرې کړې دي.
په کابل کې د ایران هېواد استازي حسن کاظمي قُمي د مهاجرینو او راستنېدونکیو چارو وزارت له چارسمبالي خلیل الرحمن حقاني سره ولیدل.
د مهاجرینو او راستنېدونکیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې نن سېشنبه ( د تلې څلیریشتمه ) دواړو لوریو د مهاجرینو پر وضیعت، کار، استوګنې او تعلیمي ستونزو خبرې کړې دي.
د مهاجرینو او رستنېدونکیو چارو وزیر د ایران هېواد لخوا د مهاجرینو له ٤٠ کلن کوربتوب د مننې ترڅنګ ویلي: د افغانستان اسلامي امارت هم پرېکړه کړې، چې مهاجرین هېواد ته راستانه کړي؛ خو د دې لپاره باید یو ګډ میکانیزم رامنځته او باعزته ترسره شي.
د یادې خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې د مهاجرینو چارو وزرات مالي او اداري مرستیال کلیم الرحمان فاني د ګاونډیتوب حقوقو ته په نغوته کې ویلي؛ مونږ د اسلامي شریعت له مخې د ټولو ګاونډیانو حقونو ته ژمن یوو او له ګاونډیانو هم د ورته تعامل غوښتنه کوو.
د ایران سفیر په خپلو خبرو کې ویلي: ایران په هرو سختو شرایطو کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی او ترپایه به ولاړ وي.
حسن کاظمي قُمي په ایران کې له افغانانو سره د ناوړه چلند راپورونه د دښمنو کړیو جعل وباله او وایي، چې ایران د مهاجرینو ټولو حقوقو ته لاسرسی خپله دنده بولي.
ویل کیږي، چې په دې ناسته کې ایران ته د مهاجرینو چارو وزارت د یوه پلاوي پر استولو هوکړه وشوه، چې هلته د مهاجرینو ستونزې له نږدې وڅاري او له ایراني چارواکو سره یې پر حل خبرې وکړي.
تازه خبرونه
د ډلهییز امنیت تړون د افغانستان پولې ته څېرمه د پوځي روزنیزو هڅو له ترسره کولو خبر ورکړ
د دې خبر له مخې: دغه پوځي روزنیزې هڅې، چې څلور ورځې مخکې د افغانستان پولې ته څېرمه د تاجکستان حرب ډګر په روزنيز مرکز کې روانې وې؛ د دوشنبې پر ورځ ( د تلې درویشتمه ) پای ته ورسېدې.
د ډلهییز امنیت تړون ټولنې په تاجکستان کې د افغانستان پولې ته څېرمه د وسلوالو ډلو د مخنیوي لپاره د پوځي روزنیزو هڅو له ترسره کولو خبر ورکړی دی.
د دې خبر له مخې: دغه پوځي روزنیزې هڅې، چې څلور ورځې مخکې د افغانستان پولې ته څېرمه د تاجکستان حرب ډګر په روزنيز مرکز کې روانې وې؛ د دوشنبې پر ورځ ( د تلې درویشتمه ) پای ته ورسېدې.
د ډلهییز امنیت تړون د څرګندونو له مخې؛ په دغو روزنیزو هڅو کې د هغو وسلوالو ډلو پر وړاندې روزنیزې زدهکړې ترسره شوې، چې د بریدونو اراده لري.
دې ټولنې تاجکستان ته د خپلو پوځیانو د لېږلو یوه ویډیو هم خپره کړې، چې په کې بېلابېل ټانکونه او پوځي وسایط لیدل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې روسیه او د منځنۍ آسیا هېوادونه له افغانستان سره په سرحدي سیمو کې د سخت دریځو ډلو د فعالیتونو له پراخېدو اندېښمن دي.
تازه خبرونه
افغانستان د نړۍ د ۲۶ بېوزلو هېوادونو په نوملړ کې راغلی – نړیوال بانک
د دغه راپور له مخې، افغانستان او یمن هم په دې نوملړ کې راغلي دي.
رویټرز خبري سرچینې د دوشنبې پر ورځ ( د تلې درویشتمه ) د نړیوال بانک د یوه تازه راپور د څرګندونو له مخې لیکلي، چې تر ټولو کم عاید لرونکي هېوادونه له ایټوپیا څخه تر چاد او کانګو پورې د افریقا په جنوبي صحرا کې دي.
د دغه راپور له مخې، افغانستان او یمن هم په دې نوملړ کې راغلي دي.
د نړیوال بانک د راپور له مخې، د نړۍ شاوخوا ۴۰ سلنه بېوزله وګړي په دغو هېوادونو کې ژوند کوي.
دې بنسټ زیاته کړې، چې په بېوزلو هېوادونو کې د کورنیو کلنی عاید ۱۱۴۵ ډالره اټکل شوی دی.
د نړیوال بانک لوړپوړي اقتصاد پوه انیډرمیټ ګیل په دې اړه ویلي: کله، چې ډېريو نړیوالو بنسټونو پخپله خوښه له بېوزلو هېوادونو شاتګ وکړ؛ د نړیوالې پراختیا ټولنه (IDA) د دوی د ژغورنې یوازنۍ لاروه.
د معلوماتو له مخې؛ دغه هېوادونه له ۲۰۰۶ ز. کال راپدېخوا پوروړي او له طبیعي پېښو زیانمنوونکي دي.
نړیوال بانک په بېوزلو هېوادونو کې روان وضعیت د کرونا ویروس د خپرېدو د مهال پر پرتله ډېر خراب یاد کړی دی.
دا راپور په واشنګټن کې د نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق له کلنۍ غونډې یوه اوونۍ مخکې خپور شوی دی.
په راتلونکیو څو ورځو کې به واشنګټن د نړیوالې پراختیا ټولنې (IDA) لخوا د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د بې وزلو هېوادونو د ستونزو د حل لپاره د ۱۰۰ میلیارډ ډالرو د راټولولو د یوې لویې غونډې کوربه وي.
د نړيوالې پراختيايي ټولنې لخوا د اړتيا وړ پيسې په هرو درې کلونو کې د نړيوال بانک د غړیو هېوادونو لخوا راټولیږي.
دې بنسټ په ۲۰۲۱ ز. کال کې بېوزلو هېوادونو ته د لاسرسي لپاره شاوخوا ۹۳ ملیارډ ډالر راټول کړي وه.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د نړیوالو بندیزونو له کبله د افغانانو د کورنیو اقتصاد د پام وړ کم شوی دی.
-
تازه خبرونه3 days ago
د اسلامي امارت رهبر د صنعتي سیمو قانون توشیح کړ
-
نړۍ1 day ago
امریکا د ایران د احتمالي برید د مخنیوي لپاره اسرائیل له خپل دفاعي سیسټمه برخمنوي
-
ساینس او ټیکنالوژي2 days ago
ایران د ځمکې پر مدار د راڅرخېدو لپاره روسیې ته دوه سپوږمکۍ استولي
-
تازه خبرونه1 day ago
هالینډ او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو پر تړون غور پیل کړ
-
لوبی2 days ago
د افغانستان کرکټ الف لوبډلې د هانګ کانګ لوبډلې ته ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه1 day ago
د قطر او آلمان چارواکو د افغانستان حالات وارزول
-
تازه خبرونه2 days ago
د افغان کډوالۍ مخنیوی د مسکو فارمټ د اجنډا یوه برخه وه – ایران
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د کان کیندنې پر کارکوونکیو د برید له کبله ۴ افغانان ووژل شول