نړۍ
په پاکستان کې د سېلاب ځپلیو د ژغورنې پراخ عملیات پیل شول

په پاکستان کې د طبیعي پېښو د مدیریت ملي ادارې د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې د موسمي سېلابونو له کبله د مړیو شمېر له جون میاشتې راپدیخوا ۱۰۶۱ کسانو ته پورته شوی او په تېرو ۲۴ ګړیو کې ۲۸ کسان مړه شوي دي.
د فرانسې خبري سرچینې راپور ورکړی: وروستی شمېر ممکن لوړ وي، ځکه په غرنيو شمالي سیمو کې له سلهاوو کليو سره د سېلابونو له کبله لارې پرې شوي؛ سړکونه او پلونه یې له منځه وړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوتو زرداري د یکشنبې پر ورځ رویترز ته ویلي، چې پاکستان له سیلابونو سره د مبارزې لپاره مالي مرستې ته اړتیا لري.
هغه هیله څرګنده کړې، چې مالي بنسټونه لکه د پیسو نړیوال صندوق IMF به اقتصادي پایلې په پام کې ونیسي.
بلاول بوتو زرداري ویلي: ما پدې کچه ویجاړتیا نده لیدلې؛ ډېري کرنیز فصلونه او د خلکو د معیشت ډېره برخه یې له منځه یوړله.
هغه زیاته کړې: ښکاره ده، چې دا به په ټوليز اقتصادي حالت هم اغېزه وکړي.
نوموړي ویلي: په راتلونکي کې به زه نه یوازې د پیسو نړیوال صندوق، بلکې د نړیوالې ټولنې او نړیوالو ادارو څخه هم تمه وکړم، چې د ویجاړۍ کچه په رښتیا درک کړي.