تازه خبرونه

په پاکستان کې د افغان سفیر لور له تښتوونکیو وژغورل شوه

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې پر ورځ په ډاګه کړې؛ د پاکستان په اسلام آباد کې د چنګاښ پر ۲۵ د افغانستان د سفیر نجیب الله عليخېل لور سلسله علي خېل، چې ناڅرګندو کسانو  تښتولې وه، ژر بېرته وژغورل شوه.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ سلسله عليخېل کورته پر لاره د څو ساعتونو لپاره د تښتوونکیو لخوا پوره کړول شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه په ډاګه کړې، چې سلسله عليخېل دمکړۍ په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

په بیان کې راغلي: “د تښتونکو له خلاصون وروسته ، میرمن علیخېل په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.”

د بهرنیو چارو وزارت دغه ناوړه عمل غندي او نه یوازې یې په پاکستان کې د ډیپلوماټانو، د هغوی د کورنیو او د افغانستان قونسلګرۍ د مامورینو د کارمندانو پر امنیت خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې، بلکې له اسلام آباده غوښتل شوي، چې د عاملینو په اړه دې پوره څېړنه وکړي.

Trending

Exit mobile version