Connect with us

نړۍ

په پاكستان كې د بندري ښاركراچۍ پر امنيت ساتنې ټينگار څرگند شو

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پاكستان د كورنيو چارو وزير وايي، چې:

د پاكستان په بندري ښاركراچۍ كې  به د امن راوستو لپاره د ترهگرو په وړاندې له جدي چلند  كار واخلي؛ ځكه په كراچې كې د قومي او حزبي ورستيو تاوتريخوالو له كبله ۴۵ كسان وژل شوي دي.

د پاكستان د كورنيو چارو وزير رحمان ملك وايي، چې:

د دغه هېواد امنيتي ځواكونه به د ترهگرو په وړاندې سخت جدي چلند وكړې، چې د پاكستان په بندري ښاركې يو ځل بيا امن را منځته شي.

د رپوټونو له مخې په د غه ښار كې د چارشنبې د نښتو له لامله شا وخوا لس كسان وژل شوي دي.

د پاكستان د كورنيو چارو وزير په كراچى ښار كې له رسينو سره د خبرو پرمهال وويل:

اوس هغه وخت را رسيدلى، چې په كراچۍ ښار كې فعالې مافياوې او ترهگريزې ډلې د خپلو مشرانو خبره ونه مني او نور له تا وتريخوالو لاس واخلي. كه نه؛ نو قانون به ورته ډېره سخته جزا وركړي.

نوموړي زياته كړې، چې خلك به ډېر ژر په كراچې كې د دولت د پراخو عمليانو شاهد ووسي، چې دا ښار يو ځل بيا ارام شي.

دا په داسې حال ده، چې په تېرو دوه ورځو كې د حزبي او قومي اختلافاتو او تا و تريخوالو له لامله شا وخوا پېنځه څلويښت كسان وژل شوي دي.

Advertisement
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

نړۍ

د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د مالزیا بحري ځواکونو د خبرپاڼې له مخې؛ د سې شنبې پر ورځ ( د غویی څلورمه ) د مالیزیا د بحري ځواکونو دوه چورلکې د روزنیزو هڅو پر مهال په هوا کې ټکر شوي، چې په کې سپاره ټول ۱۰ کارکوونکي مړه شوي دي.

د دغه هېواد بحري ځواکونو ویلي؛ پېښه د سې شنبې پر سهار ۹:۳۲ د لویدیځ ایالت پراک د لوموت په بحري اډه کې رامنځته شوې ده.

رویټرز د مالیزیا د بحري ځواکونو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې ټول زیانمن کسان د پېښې په ځای کې مړه شوي او د لوموت بحري اډې پوځي روغتون ته د پېژندلو لپاره لېږدول شوي دي.

په سیمه ییزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو ښیي؛ ښکاري، چې څو چورلکې په هوا کې الوتنې کوي. مخکې له دې، چې دواړه چورلکې ځمکې ته راکښته شي؛ د چورلکې روټور بله هغه پرې کړه.

سیمه‌ییزو پولیسو تائید کړې، چې ویډیو رښتینې ده.

رویټرز راپور ورکړی، چې سمندري ځواکونو ویلي؛ دوی به د پېښې د علت په اړه څېړنې کړې دي.

د مالیزیا دفاع وزیر محمد خالد نوردین ویلي؛ دا چورلکې یوه بحري عملیاتو او یوه فینیک پوځي چورلکې دي، چې د مالیزیا د شاهي بحري ځواکونو د نوي‌یمې کلیزې د لمانځلو لپاره یې روزنیزې هڅې کولې، چې ټاکل شوې د شنبې پر ورځ ترسره شي.

محمد خالد خبریالانو ته ویلي؛ د چورلکو مړه شویو کارکوونکیو د پېژندنې د تائید لپاره هڅې روانې دي، چې عمرونه یې له ۴۰ کلونو ټيت ول.

Continue Reading

نړۍ

د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲, ۱۴۰۳)

د جاپان دفاع وزیر څرګنده کړی، چې د دې هېواد د بحري ځواکونو دوه چورلکې د روزنیزو هڅو پر مهال په بحر کې لوېدلي او د ۸ سپرو کارکوونکیو څخه یې لږ تر لږه یو کس مړ شوی دی.

رویټرز راپور ورکړ، چې د شنبې پر شپه د جاپان توریشیما ته نږدې سویلي ساحل ته څیرمه په لرې پرتو ایزو ټاپوګانو کې د جاپان دوه اس اچ – ۶۰ ډوله چورلکې، چې اوبتل ضد جنګي روزنیزې هڅې یې تر سره کولې؛ راوغورځېدې.

د جاپان دفاع وزیر مینورو کیهارا د یکشنبې پر ورځ ( د غویی دوه‌یمه ) په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د الوتکې د غورځیدو د علت په اړه یې څېړنې پیل کړي دي.

 هغه زیاته کړې؛ د الوتنې دوه ریکارډرونه یو بل ته نږدې موندل شوي، چې د دواړو چورلکو ترمنځ د ټکر شونتیاوې ډېره ده.

د جاپان ذاتي دفاع ځواک او ساحل ساتونکي د چورلکو د پاتې اووه کارکوونکیو په لټه کې دي.

د شنبې پر ورځ د جاپان د ذاتي دفاع ځواکونو لوی درستیز یوشیتاکا ساکای ویلي؛ هغه باور نلري، چې بل کوم هېواد په دې پېښه کې لاس ولري.

په جاپان کې د امریکا سفیر رام امانویل په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ هېواد یې چمتو دی، چې د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې مرسته وکړي.

 

Continue Reading

نړۍ

د جمعې په ورځ به د م.م امنیت شورا په م.م کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب په اړه رای ورکړي

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

ډیپلوماټانو ويلي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د جمعې پر ورځ ( د وري یو‌دېرشمه ) په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب غوښتنې ته رای ورکړي.

د امنیت شورا، چې ۱۵ غړي لري؛ د جمعې پر ورځ د ماسپښین پر ۳:۰۰ بجو د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وړاندیز کوي، چې د ملګرو ملتونو د غړي په توګه د فلسطین دولت ومني.

دا مسوده د تصویب لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړیو لږ تر لږه نهه مثبتو رایو ته اړتیا لري. په داسې حال کې، چې د ملګروملتونو، بریټانیا، فرانسې، روسیې او چین په ګډون د ویټو د حق له پېنځه هېوادونو څخه هیڅ یو یې هم مخالفت نکوي.

د ډیپلوماټانو د څرګندونو له مخې؛ دا مسوده د امنیت شورا د ۱۳ غړیو ملاتړ لري او امریکا مجبوروي، چې د ویټو حق وکاروي.

الجزایر، چې د امنیت شورا د یوه غړي په توګه یې د دې پرېکړه لیک مسوده چمتو کړې؛ غوښتنه یې کړې، چې د پنجشنبې پر ورځ د منځني ختیځ په اړه د امنیت شورا له غونډې سره سم په دې اړه رای اچونه وشي.

امریکا ټینګار کړی چې د یوه خپلواک فلسطیني دولت جوړول باید د ښکېلو خواوو ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو له لارې وشي نه په ملګرو ملتونو کې.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لینډا ټوماس ګرینفیلډ هم د چارشنبې پر ورځ ( د وري نهه‌ویشتمه ) ویلي: مونږ باور نلرو، چې د امنیت شورا د یوه پرېکړه لیک تصویب به مونږ داسې یو ځای ته ورسوي، چې وکولی شو د یوه پرېکړه لیک دوه دولتی حل پلي کړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!