لوبی
په پاریس اولمپیک کې د نرینه فوټبال په اړه له اړینو ټکو ځان خبر کړئ
د فوټبال لومړۍ لوبه به د چارشنبې پر ورځ د ازبکستان او اسپانیا ترمنځ وي. دا لوبه به د کابل پر وخت مازدیګر ۵:۳۰ له آریانا تلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپره شي.
نن چارشنبه د جولای څلیریشتمه هغه ورځ ده، چې په ټوله نړۍ کې میلیونونه خلک د پاریس ۲۰۲۴ المپیک لوبو د پیل پر تمه ول.
پداسې حال کې، چې لوبې به د جمعې پر ورځ پر رسمي بڼه د جولای پر شپږویشتمه پیل شي؛ د فوټبال ګروپي پړاو لوبې به د چار شنبې پر ورځ پیل او د رګبي اووه کسیز ګروپ پړاو لوبې به د پنجشنبې پر ورځ ترسره شي.
د فوټبال لومړۍ لوبه به د چارشنبې پر ورځ د ازبکستان او اسپانیا ترمنځ وي. دا لوبه به د کابل پر وخت مازدیګر ۵:۳۰ له آریانا تلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپره شي.
بله لوبه د کابل پر وخت ۷:۳۰ د ګیانا او نیوزیلنډ ترمنځ ده او بیا به په ۹:۳۰ جاپان له پاراګوای سره مخ شي او د شپې ۱۱:۳۰ به کوربه هېواد فرانسه له امریکا سره لوبه وکړي.
دا ټولې سیالۍ به په مستقیم او قانوني ډول په ټول افغانستان کې له آریانا تلویزیون څخه خپرې شي.
هغه څه، چې باید د نرینه فوټبال المپیک په اړه پوه شئ!
د اولمپيک لوبو د نرينهوو فوټبال سيالۍ د جولای له څلیریشتمې څخه د اګست تر نهمې پورې ترسره کیږي.
په نړۍ کې د ځوانانو ۱۶ غوره لوبډلې؛ د یو شمېر لوړ عمر لرونکيو سوپر ستورو لوبغاړو پر شاملولو پیاوړې شوي.
د المپیک نرینهوو لوبډلې باید له ۲۳ کلونو څخه کم عمر لرونکي لوبغاړي ولري او یوازې د ۱۸ کلنو په ډله کې درې عمر لرونکي لوبغاړي شامل کیدی شي.
برازیل له پرلهپسې المپیک اتلولۍ وروسته د پاریس لپاره ګډون له لاسه ورکړ؛ مګر د پام وړ لوبډلې لکه: ارجنټاین، اسپانیا او فرانسه له سیاليو برخمنې شوې.
شپاړس لوبډلې پر څلورو ګروپونو وېشل شوې دي. هر هېواد په خپل ګروپ کې د نورو لوبډلو سره لوبې کوي او په هر ګروپ کې دوه غوره لوبډلې ناک آوټ پړاو ته ځي.
لومړۍ ډله: فرانسه، امریکا، ګیانا، نیوزیلینډ
دوهیمه ډله: ارجنټاین، مراکش، عراق، اوکراین
درېیمه ډله: ازبکستان، اسپانیا، مصر، دومینیکن جمهوریت
څلورمه ډله: جاپان، پاراګوای، مالي، اسرائیل
ستوري!
فرانسه، کوربه لوبډله به لوبډلمشر الکساندر لاکازیټ رهبري کوي، د آرسنال پخوانی لوبغاړی، چې اوس د ځوانانو کلب اولمپیک لیون ته راستون شوی دی.
نبي کیتا، چې په ۲۰۱۹ کې یې له لیورپول سره د اتلولۍ لیګ ګټلی، په پاریس کې به د خپل هېواد ګیانا لوبډلمشري هم وکړي.
ارجنټاین کولی شي پر څلورو لوبغاړو حساب وکړي، چې د ۲۰۲۲ فیفا نړیوال جام یې ګټلی: جولیان الواریز، نیکولاس اوتامینډي، جیرونیمو رولي او تیاګو المادا.
دا څلور لوبغاړي به هڅه وکړي، چې د لومړيو لوبغاړو په توګه د فیفا نړیوال جام او د المپیک د سرو زرو مډال وګټي.
دوه نوي اروپایی اتلان، فرمین لوپز او الکس بئنا له اسپانیا سره د ډېر ویاړ په لټه کې دي. اسپانیا د توکیو ۲۰۲۰ کال د المپیک په لوبو کې د سپینو زرو مډال ګټلی و.
اشرف حکیمي هوډ لري، چې مراکش د سرو زرو مډال ته ورسوي. د مراکش لوبه به د پاریس سینټ ګرمین ستوري کوربه لوبغالي پارک ډیس پرنسز کې ترسره شي.
له لوپز او بائنا سره یوځای، له اوکراین څخه ماکسیم تلواروف به په ۲۰۲۴ المپیک لوبو کې برخه واخلي.
اوس هم ډېر نامتو شخصیتونه شته، چې خپل هېوادونه به له حاشیې څخه رهبري کړي.
د فرانسې مشري به د فرانسوي فوټبال افسانوي او د المپیک مشعل وړونکی تیریري هینري پر غاړه وي. په داسې حال کې، چې ارجنټاین دوه ځله د المپیک اتل جاویر ماشیرانو به د لومړي ځل لپاره د اولمپیک نرینه فوټبال د لوبغاړي او روزونکي په توګه رامنځته شي.
خاویر ماشیرانو د ۲۰۰۴ کال د اتن په اولمپیک او د ۲۰۰۸ کال د بیجینګ اولمپیک کی له ارجنټاین سره د سرو زرو دوه مډالونه وګټل.
سیالۍ چېرته ترسره کیږي؟
د نرینهوو فوټبال سیالۍ په پاریس، مارسیل، لیون، بورډو، سینټ ایټین، نیس او نانټ کې ترسره کیږي.
د سرو زرو مډال سیالۍ به د اګست پر نهمه د پاریس په ډو پرنس پارک کې ترسره شي.
اړوند خبرونه:
د ۲۰۲۴ المپیک لوبې راورسېدې، چې پوهېدا پرې اړینه ده
آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۴ پاریس المپیک سیالیو د خپراوي حق ترلاسه کړ
لوبی
د افغانستان کرکټ الف لوبډلې د آسیا جام اتلولي خپله کړه
په دې شل اوریزو سیالیو کې، چې د عمان پر کوربتوب ترسره شوې؛ د افغانستان، هند، پاکستان، سریلانکا، متحده عربي امارات، هانګ کانګ او عمان اته لوبډلو په کې برخه اخیستې وه.
د آسیا ځوانانو جام په وروستۍ لوبه کې د افغانستان کرکټ الف لوبډلې د سریلانکا الف لوبډلې ته د اووه ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه او او د دې سیالیو اتلولي یې وګټله.
په دې شل اوریزو سیالیو کې، چې د عمان پر کوربتوب ترسره شوې؛ د افغانستان، هند، پاکستان، سریلانکا، متحده عربي امارات، هانګ کانګ او عمان اته لوبډلو په کې برخه اخیستې وه.
په وروستۍ لوبه کې د سریلانکا الف کرکټ لوبډلې ۱۳۴ منډې هدف وټاکه، چې د افغانستان الف لوبډلې په ۱۸.۱ اورونو کې د درې لوبغاړو پر سوځیدو دغه هدف پوره کړ.
افغان ابدالیانو د هېواد د کرکټ په تاریخ کې ترټولو ستره لاسته راوڼه ثبت کړه او د آسیا اېمرجنګ جام سیالیو اتلولي یې وګټله.
افغان لوبډله، چې کله د هند الف لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته کښته شوه ګومانونه داسې ول، چې ګواکې پای لوبې ته دې لار پیدا نکړي؛ خو افغان لوبډلې هندۍ لوبډلې ته داسې ماتې ورکړه، چې هندیانو ته یې هم منل سخت ول.
دې بریا په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي .
د ریاست الوزراء سياسي مرستيالۍ په آسيا ځوانانو جام سياليو کې د افغانستان کرکټ الف ملي لوبډلې د اتلولۍ ګټلو له کبله هېوادوالو او د کرکټ لوبغاړو ته مبارکي وړاندې کړه او د دې لوبډلې لوبغاړي يې وياړ بښونکي یادکړي دي.
د افغانستان کرکټ الف ملي لوبډلې پرون ( یکشنبه د لړم شپږمه ) د یادو لوبو په پای لوبه کې د سریلانکا لوبډلې ته د ۷ ویکتو پر توپیر ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د دغو سیالیو د اتلولۍ جام وګاټه.
په ورته مهال کې د کرکټ بورډ مسوولین هم د الف لوبډلې دغه بریا تاریخي بولي او وایي، چې د دغې لوبډلې لوبغاړي د ملي لوبډلې د لوبغاړو ښه ځای ناستي دي.
په دې لوبه کې صدیق الله اتل د ۳۶۸ منډو پر جوړلو د یادو سیالیو د ټولو مخکښ منډه جوړونکی لوبغاړی ونومول شو.
د آسیا اېمرجنګ جام سیالۍ، چې د اکتوبر میاشتې پر اتلسمه پیل شوې وې، چې تېره شپه د افغانستان پر اتلولۍ پای ته ورسېدې.
لوبی
افغانستان د آسیایي ملتونو جام په روزنیز پړاو کې بنګله دېش ته ۳-۲ ماتې ورکړه
د دې لوبې لومړۍ نیمايي ۱-۲ د بنګله دېش په ګټه پای ته ورسېده؛ خو په دوهیمه نیمايي کې افغان ملي لوبډله وتوانېده، چې له لاسه ورکړ شوي ګولونه پوره او د بریا ګول هم ووهي.
نن (یکشنبه د لړم شپږمه ) د افغانستان د تنکیو ځوانانو فوټبال ملي لوبډلې د آسیایي ملتونو جام د روزنیز پړاو په خپله څلورمه لوبه کې بنګله دېش ته ۳- ۲ ماتې ورکړه.
د دې لوبې لومړۍ نیمايي ۱-۲ د بنګله دېش په ګټه پای ته ورسېده؛ خو په دوهیمه نیمايي کې افغان ملي لوبډله وتوانېده، چې له لاسه ورکړ شوي ګولونه پوره او د بریا ګول هم ووهي.
په ننۍ لوبه کې یاسر ساپي، میلاد نوري او آرش احمدي د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.
له دې بریا سره افغانستان د ۲۰۲۵ کال آسیا جام ته په خپل ګروپ کې د مخکښې لوبؤلې په توګه لار پیدا کړه.
د افغانستان د تنکیو ځوانانو فوټبال ملي لوبډلې په تېرو درې لوبو کې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې ده.
لوبی
نن د کرېکټ الف لوبډله د سریلانکا پر وړاندې لوبیږي
دواړه لوبډلې به نن ماښام یکشنبه ( د لړم شپږمه) د کابل پر وخت ۶ بجې خپله سیالي پیل کړي.
دواړه لوبډلې به نن ماښام یکشنبه ( د لړم شپږمه) د کابل پر وخت ۶ بجې خپله سیالي پیل کړي.
-
تازه خبرونه3 days ago
تېر کال په افغانستان کې د اوبو لګولو سلګونه ډندونه جوړ شول
-
تازه خبرونه3 days ago
په پغمان کې د اور لګېدنې له کبله دوه کسان مړه شوي او سلګونه خلکو ته مالي زیانونه اوښتي
-
سوداگري2 days ago
افغانستان ته د ایران غیرنفتي صادرات ۳۱ سلنه ډېر شول
-
د هوا حالاتو بدلونونه3 days ago
اسپانیا کې د سېلابونو له کبله د مړو شمېر ۲۱۴ کسانو ته رسېدلی
-
نړۍ2 days ago
پر غزې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۱ کسان ووژل شول
-
تازه خبرونه2 days ago
دا ځل پر اسرائیلو پېچلی، ویجاړوونکی او خونړی برید کوو – ایران
-
تازه خبرونه3 days ago
له ایران څخه هره ورځ لږ تر لږه درې زره افغان کډوال ایستل کېږي
-
روغتيا2 days ago
په افغانستان کې ۶ اعشاریه ۱ میلیون خلک لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري – یونیسف