(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
نړۍ شا و خوا ٦٠ مشرانو د ليبيا د ملي انتقالي شورا د ملاتړژمنه څرگنده کړه. دوى د ليبيا د کنگل شويو شتمنيو د خوشې کولو او ډيموکراسۍ ته د انتقال وعده هم وکړه.
ناټو خبردارى ورکوي، چې :
په ليبيا كې شخړه پاى ته رسيدلې نه ده.
د دغه هېواد مشرمعمر القذافي د مخالفت غږ اوچت کړى او ويلي يې دي، چې:
له مخالفينو سره مبارزې ته به دوام وركوي.
په دې ورځ، چې د ليبيا د مشر ډگروال معمرالقذافي د واکمنۍ ٤٢ کاله پوره کېږي، د نړۍ مشرانو د ملي انتقالي شورا تر مشرتابه لاندې د دغه هېواد د بيارغونې د ملاتړ ژمنه وکړه.
د ٦٠ هېوادونو استازيو، د ملگرو ملتونو، اروپايي ټولنې، افريقايي اتحاديې او عرب ليگ په گډون، نورو نړيوالو څېرو د جمعې په ورځ د فرانسې په پلازمېنه پاريس کې په دې هدف وکتل، چې د ليبيا د راتلونکي په اړه پلانونه طرح کړي.
د ملي انتقالي شورا له مشر مصطفى عبدالجليل او صدراعظم محمود جبريل سره د کتنې تر څنگ د بريتانيا صدراعظم ډېوډ کامرون وويل:
د ليبيا موقت مشرانو د نړيوالې ټولنې ملاتړ ترلاسه کړ، چې ليبيا ته ډيموکراسي راولي.
د فرانسې ولسمشر نيکولاى سارکوزي اعلان وکړ، چې:
د ليبيا پېنځلس ميليارډ ډالرشتمني، چې مخکې کنگل شوې وه، خوشې شوه.
ملگرو ملتونو د قذافي رژيم اړوند شتمني د مارچ په مياشت کې د تحريمونو د يوه پرېکړه ليک پر بنسټ کنگل کړې وه، چې دې ادارې هم د امريکا، بريټانيا او فرانسې په بانکونو کې د ليبيا ٦ ميليارډ ډالر کنگل شوې شتمني ازاده کړه.
د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هليري کلېنټن د ليبيا له موقتو مشرانو وغوښتل، چې:
له قذافي وروسته دوره کې دې د روغې جوړې مسئله تعقيب کړي، نه د مجازاتو.
هغې هم د انتقالي شورا د ملاتړ ژمنه وکړه.
د هغې په خبره کار يوازې د ظالم رژيم په ړنگېدو نه ختمېږي.
د کلېنټن په خبره:
نړيواله ټولنه به د ليبيا د مشرانو څارنه او ملاتړ کوي، چې د قانون د حاکميت په رڼا کې د هراړخيز
انتقال او د اسيب پذيره خلکو د ساتنې په برخه کې پخپله ژمنه ټينگ وي.
ميرمن کلېنټن غونډې ته وويل:
د ائتلاف پوځي مبارزه بايد ترهغې روانه وي، چې ملکيانو ته گواښ متوجه وي، خو ويې ويل:
د ملگرو ملتونو بنديزونه او په ملگرو ملتونو کې د نوې ليبيا رهبرانو ته د څوکۍ ورکړه بايد په مسوولانه توگه وي.
د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون وويل:
د ليبيا موقت مشرانو د هغو سيمو يو ليست برابر کړى، چې نړيوال ملاتړ ته اړتيا لري.
د هغه په خبره:
په دغه هېواد کې بېړنى خطرکه څه هم بشري دى، په دې برخه کې يې د بېړني اقدام غوښتنه وکړه.
دا خبردارى يې هم ورکړ، چې په دغو سيمو کې د دارو، خوړو او اوبو قحطي يو لوى بحران دى.
بله خوا ناټو خبردارى ورکړى، چې په ليبيا کې جگړه اوس هم پاى ته نه ده رسېدلې او قذافي هم ملکيان گواښي.
د ناټو عمومي منشي اندريس فوگ راسموسن نن وويل:
دغه سازمان به د اړتيا تروخته د ليبيا د خلکو ساتنې لپاره خپلو عملياتو ته دوام ورکړي.